د پاکستان له سرحده پر 'ګوشتې' بیا برید شوی

د پاکستان امنيتي کسان
Image caption تر دې مهاله پاکستان د تېر په څېر ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په کابل کې د افغان، ایتلافي او پاکستاني ځواکونو په ګډه جوړ شوی کمېسیون، د سرحدي ځواکونو قومندان ویلي چې خپلې اندېښنې یې په دغه کمېسیون کې پاکستاني جنرالانو ته وړاندې کړې ده .

د افغانستان سرحدي ځواکونه وايي تېره شپه د ختيځ ننګرهار ولایت پر 'ګوشتې' سیمې یوځل بیا د پاکستان له خوا بمبار شوی، چې په ترڅ کې یې لږترلږه یو کس وژل شوی دی .

وړاندې هم پاکستاني امنيتي ځواکونو پر همدې سیمه بمباري کړې وه، چې له امله یې سلګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړایستل شوې وې .

د افغانستان په ختيځ کې سرحدي ځواکونه وايي د پاکستاني ځواکونو له خوا د تېرې شپې په بریدونو کې یو ولسي وګړی وژل شوی دی .

د ختيځو ولایتونو د سرحدي ځواکونو قومندان جنرال امین الله امرخېل وویل چې وژل شوی د انارګي سیمې اوسېدونکی دی .

امرخېل دا هم وویل چې په تېرو درو ورځو کې تر لسو ډېرې درنې مرمۍ د پاکستان له خوا د افغانستان پر خاوره لګېدلي دي .

دا په تېرو درو اوونیو کې د پاکستان له خوا پر افغان خاوره درېیم برید دی، چې له کبله یې د مومندو ځايي قوم تر زرو ډېرې کورنۍ له خپلو سیمو وتلې دي .

تر دې مهاله پاکستان د تېر په څېر ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي، خو په کابل کې د افغان، ایتلافي او پاکستاني ځواکونو په ګډه جوړ شوی کمېسیون، د سرحدي ځواکونو قومندان ویلي چې خپلې اندېښنې یې په دغه کمېسیون کې پاکستاني جنرالانو ته وړاندې کړې ده .

په جلال اباد کې د پاکستان کونسل ویلي دا لا نه ده مالومه چې دغه مرمرۍ د چا له خوا راځي، چې په وینا یې دوی له پولې هاخوا د اورپکو پروړاندې جګړه هم پیل کړې ده .

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېر پاکستاني سناتوران کابل ته له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزه همکاریو د ډېرولو لپاره کابل ته تللي دي .

د سنا د بهرنیو اړیکو د مشر سلیم سیف الله خان په مشرۍ دغه لس کسیزه پلاوی به په کابل کې درې ورځې تېروي چې د افغانستان د ملي شورا له مشرانو او د سولې د شورا له رییس او غړو سره پر لیدو سربېره له ولسمشر حامد کرزي سره هم وګوري .

ورته مطالب