په کندوز کې ځانمرګي برید ۳۶ کسان ووژل

کندوز
Image caption په دې وروستیو کې په کندوز کې امنيتي وضعیت ډېرخراب شوی دی .

د افغانستان شمالي کندوز ولایت د جلب او جذب مرکز ته د نوم لیکنې په یوه کتار کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې د امنيتي چارواکو په وینا ۳۶ کسان وژل شوي او همدومره نور ټپیان دي .

د کندوز امنيتي چارواکو او په کندوز کې د بي بي سي خبریال وايي برید نن (دوشبه/ د مارچ ۱۴مه) ماسپښين شاوخوا دوه بجې د کندوز د مرکز په دویمه ناحیه کې سپين زر چمن ته څېرمه د ملي اردو د جلب او جذب مرکز د ننه شوی دی .

د چارواکو په وینا په وژل شوو کې د ملي اردو افسران، سرتېري، ولسي وګړي او کاروباریان هم شته .

د کندوز ولایت د ۲۰۰ بستریز روغتون رییس ډاکټر خاموش بي بي سي ته وویل تر دې مهاله دوی ته ۳۳ مړي او ګڼ ټپيان وروړل شوي چې د ځينو ټپيانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی دی .

د وژل شويو په منځ کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې بريد دوی کړی دی.

طالبانو لا له وړاندې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د امنيتی ځواکونو په ليکو کې ور ګډ نه شي.

په دې وروستیو کې کندوز د افغانستان یو له نارامه ولایتونو دی .

دا په تېرو دوو اوونیو کې په دغه ولایت کې درېیم خونړی برید دی .

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دغه ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې هم یوه ورته ځانمرګي برید څه کم ۴۰ کسان ووژل او همدومره یې ټپیان کړل .

او د تېرې جمعې پر شپه بیا د کندوز امنیه قومندان جنرال عبدالرحمن سیدخیلي له پنځو نورو کسانو سره به يوه برید کې ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول .

کندوز د وسله والو طالبانو د واکمنۍ پرمهال په شمال کې د هغوی یو مهم مرکز بلل کېده، چې له دغه ولایت به یې نورو شمالي سیمو ته جنګي پلانونه جوړول .

د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پېښې ډېرې شوې دي، چې د ولسي وګړو پر وژل کېدا د بشري حقونو د سازمانونو اندېښنې هم ورسره زیاتې شوې دي .

ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي ول چې تېر ۲۰۱۰ کال د ولسي وګړو لپاره په افغانستان کې تر ټولو ډېر خونړی کال و .

په پام کې ده چې تر راتلونکو لسو ورځو پورې به افغان ولسمشر حامد کرزی افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو بهیر اعلان کړي .

ټاکل شوې ده چې د روان ۲۰۱۱ کال په نیمايي کې له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو سپارل پیل شي .

ورته مطالب