اوباما له پيټرېیاس سره د افغانستان پر حالاتو غږېږي

پيټرېیاس او اوباما
Image caption د امریکا ولسمشر بارک اوباما او جنرال ډېوېډ پيټرېیاس دواړو د ولسي وګړو په وژل کېدو بښنه وغوښته .

په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبري کوي .

امریکايي چارواکو ویلي په پام کې ده چې دواړه امریکايي مشران به د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان پر حالاتو مفصلې خبرې وکړي .

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس په داسې حال کې له ولسمشر اوباما سره پر افغانستان خبرې کوي، چې په تېرو څو اوونیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په بریدونو کې د لسګونه ولسي وګړو تر وژل کېدو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ اړيکي ترینګلي شول .

په دې لړ کې جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له ولسمشر کرزي بښنه وغوښته او سم لاسي د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس کابل ته ولاړ او په وژل شوو ولسي وګړو یې خواشيني وښوده .

خو وړمه ورځ ولسمشر کرزي په ختيځ کونړ ولایت کې د وژل شوو ولسي وګړو له کورنیو سره د خواخوږي د اعلانوو پرمهال خلکو ته په وینا کې پر امریکا او ناټو غږ وکړ چې په افغانستان خپل عملیات ودروي .

نوموړي وویل که چېرې امریکا او ناټو له ترهګرۍ سره له زړه مبارزه کوي، نو ترهګر د افغانستان په کلیوالو سیمو کې نه شته، او په وینا یې له پولې بهر دي، چې په دې امریکا ښه پوهېږي .

امریکايي چارواکي وايي د ولسمشر اوباما او پيټرېیاس ترمنځ به دا خبرې د تړل شوو دروازو ترشا ترسره شي .

په جګړه ځپلي افغانستان کې د ولسي وګړو وژل کېدل – په تېره بیا د ماشومانو – پر یوې حساسې موضوع اوښتې ده .

خو امریکايي او بهرنیو ځواکونو څو څو ځله ویلي چې په خپلو عملیاتو کې به د ولسي وګړو ژوند ته پام کوي .

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې له امریکا او بهرنیو ځواکونو وغوښتل چې خپل عملیات ودروي .

په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .

ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي

په پام کې ده چې له افغانستان څخه د روان ۲۰۱۱ کال په جولای کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.

ډنمارک ویلي چې د روان کال له نیمايي څخه به سوکه سوکه خپل پوځيان وباسي.

ورته مطالب