زاخېلوال: ''افغانستان ته راوړل شوې مرستې بېرته ایستل کېږي''

ښاغلی زاخېلوال

د افغانستان د مالیي وزیر د فساد له اړخه د پړې ډیره ګوته پخپله د مرسته کوونکو له لورې د مرستو لګښت ته ونیوله .

مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم د هېواد په حکومتي ادارو کې د فساد شته والی د حکومت له لارې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په وړاندې لوی خنډ بللی .

خو د افغانستان د مالیي وزیر حضرت عمر زاخېلوال د مرستیال ولسمشر د څرګندونو خلاف له افغانستان سره د کېدونکو مرستو په تړاو د فساد له اړخه د پړې کلکه ګوته نړیوالې ټولنې ته نیولې .

دغو ډواړو لوړپوړو چارواکو په کابل کې د حکومت د کنټرول او تفتیش یا احتساب د ادارې د کلنۍ غونډې پر مهال دغه څرګندونې کړي دي.

بډې او فساد له تیرو څو کلونو راهیسې د افغان حکومت د اعتبار په وړاندې یوه داسې لویه ستونزه یادېږي چې حکومتي چارواکي یې له بیا بیا ژمنو سره سره په قابوکولو کې پاتې راغلي .

هغه مرستې چې بهر مصرفېږي، په کافي اندازه فساد په کې شته، چې اصلاً حساب ورکول په کې نه شته، دوی وايي چې څه باندې ۴۰ میلیارده ډالره افغانستان ته راغلې دي، په دې کې یې موږ ته یوازې اووه اته میلیارده ډالر راکړې، چې موږ یې حساب ورکولو ته تل حاضر یو .

عمر زاخېلوال

د افغانستان په حکومتي ادارو کې د فساد شته والی له تېرو څو کلونو راهیسې پر حکومت د خپلو خلکو او نړیوالې ټولنې دواړو د باور په وړاندې لویه ننګونه یادېږي .

ان تر دې چې ګڼ نیوکه کوونکي د افغانستان ثبات ته د فساد له اړخه متوجه ګواښ ان د وسله والو مخالفانو له لورې له متوجه ګواښ نه هم جدي او خطرناک بولي .

پخپله ولسمشر کرزي هم څو ځله په خبري کنفرانسونو کې د دغه ستونزې پر دوروندوالي اعتراف کړی . د ستونزې د مقابلې لپاره د حکومت د ننه د دودیزو ادارو تر څنګه له تېرو څو کلونو راهیسې د بډو او فساد پر ضد د مبارزې یوه ځواکمنه او خپلواکه اداره هم ګمارل شوې .

خو ارزونې ښیي چې د بډو او فساد په اندازه کې د چارواکو له ژمنو سره سره هغه د چا خبره په منه کې د پاو قدرې کموالی هم نه دی راغلی .

روڼتيا

په دې لړ کې ترټولو ډېر شکونه او ډېرې نیوکې له افغانستان سره د کېدونکو نړیوالو مرستو په لګښت کې د روڼتیا د نشتوالي له اړخه دي .

مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم په کابل کې د همدې ستونزې د مقابلې د لارو چارو د ارزولو لپاره د احتساب یا کنټرول او تفتیش د حکومتي ادارې د کلني سمینار برخه والو ته د وینا پر مهال په لګښتونو کې د روڼوالي همدغه نشتوالی له افغانستان سره د نویړالې ټولنې د مرستو په وړاندې اصلي خنډ وباله:

پر حکومت له دې اړخه د عامو ولسي نیوکو په لړ کې پخپله د احتساب یا تفتیش او کنټرول د ادارې د چارواکو خلاف هم شکایتونه په ډېرېدو دي.

''د پرمختیایي پروژو ډېره برخه او ان حکومتي بودیجه د نړیوالو مرستو پر مټ تمویلېږي، خو که موږ د دغو مرستو په لګښت کې دقت ونه کړو، نو دا به د افغانستان له خلکو او دا راز له مرسته کوونکو هېوادونو ، دواړو سره خیانت وي. البته د حالاتو له مخې له افغانستان سره مرسته د نړیوالو یو مجبوریت دی خو زما د معلوماتو له مخې له دا وړ مرستو سره اوس د نړیوالې ټولنې لېوالتیا په کمېدو ده .''

خو د همدې غونډې پر مهال د مرستیال ولسمشر فهیم دغو څرګندونو ته بیا د افغانستان د مالیې د وزیر حضرت عمر زاخېلوال غبرګون له کنایو ډک وو . ښاغلي زاخېلوال وویل پکار نه ده چې ټول حکومت ته د پړې د ګوتې د نیولو له لارې نړیواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو په تړاو لاپسې په شک کې واچول شي .

البته ښاغلي زاخېلوال د فساد شته والی رد نه کړ، خو ټینګار یې دا وو چې د حساب ورکړې ته د چمتو او فاسدو حکومتي ادارو تر مینځ دې توپیر وشي .

د مرستندویانو فساد

دا راز د افغانستان د مالیې وزیر د فساد له اړخه د پړې ډېره ګوته پخپله د مرسته کوونکو له لورې د مرستو لګښت ته ونیوله :

''هغه مرستې چې بهر مصرفېږي، په کافي اندازه فساد په کې شته، چې اصلاً حساب ورکول په کې نه شته، دوی وايي چې څه باندې ۴۰ میلیارده ډالره افغانستان ته راغلې دي، په دې کې یې موږ ته یوازې اووه اته میلیارده ډالر راکړې، چې موږ یې حساب ورکولو ته تل حاضر یو، د پاتې شاوخوا ۳۳ میلیارده ډالرو حساب دې موږ ته راکړي، نیمايي دې موږ ته راکړي، څلورمه برخه دې موږ ته راکړي، د کابل د هوايي ډګر له لارې چې کومې پیسې وځي، د حکومت پیسې نه دي . ''

قسیم فهیم

مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم په کابل کې د همدې ستونزې د مقابلې د لارو چارو د ارزولو لپاره د احتساب یا کنټرول او تفتیش د حکومتي ادارې د کلني سمینار برخه والو ته د وینا پر مهال په لګښتونو کې د روڼوالي همدغه نشتوالی له افغانستان سره د نویړالې ټولنې د مرستو په وړاندې اصلي خنډ وباله.

که څه هم چې د کنټرول او تفتیش د ادارې دغه کلنۍ غونډه له فساد سره د مبارزې د اغېزمنو لارو چارو د ارزولو لپاره بلل شوې، خو د چارواکو په څرګندونو کې له عمومي اندېښنو او نیوکو پرته د فساد د کچې د کمېدو یا ډېرېدو په اړه د پلټنو پر مټ موندل شوې ارزونې ونه شوې .

پر حکومت له دې اړخه د عامو ولسي نیوکو په لړ کې پخپله د احتساب یا تفتیش او کنټرول د ادارې د چارواکو خلاف هم شکایتونه په ډېرېدو دي .

انګیرنه دا ده چې دغه مفتشان ګواکې له پاسه نیولې بیا تر ښکته په خپل اور له فاسدو او بډې خوړونکو مامورانو او چارواکو بډې او غټ غټ سوغاتونه اخلي او په بدل کې د هغوی له لوري په شوي فساد خاورې اړوي .

خو د نوموړې ادارې مشران دغه نیوکې نه مني او وایي هر کال د سوونه حکومتي ادارو پلټنه کوي او خپلې موندنې په خپل وخت د ولسمشر دفتر او د هېواد ولسي جرګې ته سپاري .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .