اوباما له ګېټس او پيټرېیاس سره د ځواکونو پر وتلو وغږېده

اوباما، ګېټس او پيټرېیاس

درېواړو مشرانو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسؤولیتونو پر سر هم خبرې کړې دي .

ولسمشر اوباما په سپينه ماڼۍ کې له دفاع وزیر رابرټ ګېټس او جنرال ډېوېډ پيټرېیاس سره د افغانستان پر روانو حالاتو او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو پر وتلو غږېدلی دی .

سپينې ماڼۍ ویلي ''درېواړو مشرانو په افغانستان کې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه خبرې وکړې، او ترڅنګ یې د افغان ځواکونو پر وړتیاوو هم وغږېدل. ټاکل شوې ده چې د روان کال د مارچ پر ۲۱مه له بهرنیو ځواکونو افغان ځواکونو ته د هېواد د امنيتي چارو سپارل پيل شي.''

امریکايي پوځي مشران په داسې حال کې له ولسمشر اوباما سره ګوري، چې په دې وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په وژل کېدو سره د کابل او واشنګټن ترمنځ دپلماتیک اړيکي څه ناڅه ترینګلي شوي دي .

په تېرو کابو درو اوونیو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال شاوخوا ۸۰ ولسي وګړي وژل شوي .

په دې لړ کې جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له ولسمشر کرزي بښنه وغوښته او سم لاسي د امریکا دفاع وزیر رابرټ ګېټس کابل ته ولاړ او په وژل شوو ولسي وګړو یې خواشيني وښوده .

خو وړمه ورځ ولسمشر کرزي په ختيځ کونړ ولایت کې د وژل شوو ولسي وګړو له کورنیو سره د خواخوږي د اعلانوو پرمهال خلکو ته په وینا کې پر امریکا او ناټو غږ وکړ چې په افغانستان خپل عملیات ودروي .

موږ له ناټو او امریکا سره هله دوستي غواړو، چې زموږ د خلکو او خاورې عزت په کې وي، که د دې ماشومې په څېر په اروپا کې داسې پېښه وشي، نو هلته به انقلابونه جوړېږي، خو بیا هم موږ غلي يو.

حامد کرزی

نوموړي وویل که چېرې امریکا او ناټو له ترهګرۍ سره له زړه مبارزه کوي، نو ترهګر د افغانستان په کلیوالو سیمو کې نه شته، او په وینا یې له پولې بهر دي، چې په دې امریکا ښه پوهېږي .

امریکايي چارواکي وايي د ولسمشر اوباما او پيټرېیاس ترمنځ به دا خبرې د تړل شوو دروازو ترشا ترسره شي .

په جګړه ځپلي افغانستان کې د ولسي وګړو وژل کېدل – په تېره بیا د ماشومانو – پر یوې حساسې موضوع اوښتې ده .

خو امریکايي او بهرنیو ځواکونو څو څو ځله ویلي چې په خپلو عملیاتو کې به د ولسي وګړو ژوند ته پام کوي .

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي خپلو قومندانانو ته یې له سره تر ممکنه بریده د ملکي تلفاتو د مخنيوي لارښوونه کړې ده .

په افغانستان کې د ناټو – ایساف ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پېټرېیاس دغه څرګندونې تر ډېره د کونړ په غازي اباد ولسوالۍ کې شاوخوا لس ورځې وړاندې د ناټو په هوایي بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د لسګونه ملکي وګړو د وژل کیدو پیښې ته غبرګون وو .

حامد کرزی

حامد کرزی: ''موږ له ناټو او امریکا سره هله دوستي غواړو، چې زموږ د خلکو او خاورې عزت په کې وي، که د دې ماشومې په څېر په اروپا کې داسې پېښه وشي، نو هلته به انقلابونه جوړېږي، خو بیا هم موږ غلي يو.''

ښاغلي پیټرېیاس وویل ده د یوه لارښود یا دایریکتف په ترڅ کې له خپلو قوماندانانو په کلکه غوښتي چې تر وسه وسه د ملکي تلفاتو مخنیوي ته پام وکړي.

په ټوله کې د ښاغلي پيټرېیاس انګیرنه داوه چې د تېر پر تله دا مهال د ناټو ایساف په عملیاتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کمې راغلی او برعکس یې ادعا دا وه چې ګواکې ۷۰ سلنه ملکي وګړي د طالبانو په بریدونو کې وژل کېږي

په پام کې ده چې له افغانستان څخه د روان ۲۰۱۱ کال په جولای کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ پیل شي.

ډنمارک ویلي چې د روان کال له نیمايي څخه به سوکه سوکه خپل پوځيان وباسي.

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .