افغانستان د پنجشنبې رخصتي درې میاشتې نوره وغځوله

کابل
Image caption په اوونۍ کې د دوو ورځو رخصتيو له امله د هوا پاکېدو چارواکي يو څه هيلمن کړي دي .

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي د وزيرانو شورا د درو نورو مياشتو لپاره په کابل کې د پنجشنبې ورځې د رخصتۍ غځولو پرېکړه کړې ده .

نژدې درې مياشتې وړاندې د جمعې ترڅنګ د پنجشنبې ورځ له دې کبله رخصتي اعلان شوه چې په کابل کې د هوا د ککړتيا کچه را کمه شي .

پر همدې مهال د چاپېريال ساتنې اداره وايي، د دوی ارزونې ښيي چې د نورو ورځو په نسبت د پنجشبې په ورځ د ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې د هوا د ککړتیا کچه، له شلو تر ۲۵ فيصدو کمه شوې ده .

وړاندې دغې ادارې خبرداری ورکړی وو ، که د کابل ښار هوا لس کاله نوره هم په همدې شان دوام وکړي، نو کابل د اوسېدو ځای نه دی .

پوښتنه اوس دا ده چې د پنجشنبې ورځې رخصتۍ د کابل په ښار کې د هوا له پاکېدو سره څومره مرسته کړې ده .

د چاپيريال ساتنې ادارې سلاکار غلام محمد ملکيار وايي په هغه کچه چې د دوی ادارې او کابل ښاريانو د هوا د ککړتيا د کمېدو هيله لرله، هغه نه ده پوره شوې .

دی وايي دغې هیلې ته د رسېدو لپاره په کار ده چې د چاپېريال ساتنې په اړه جوړ شوي قوانين په جدي ډول پلي شي او ترڅنګ يې د ښار اوسېدونکو ته په دې برخه کې عامه پوهاوی ورکړل شي .

خو ترڅنګ يې دا هم وايي تر هغه چې د ښار بنسټونه له ۷۰ تر ۸۰ سلنې نه وي رغول شوي، د ښار هوا به ککړه وي .

Image caption نژدې درې مياشتې وړاندې د جمعې ترڅنګ د پنجشنبې ورځ له دې امله رخصتي اعلان شوه چې په کابل کې د هوا د ککړتيا کچه را کمه شي.

ده له کابل ښاريانو هم ګیله وکړه چې په وینا يې د دوی دې غوښتنې ته يې پام نه دی کړی چې د دوشنبې په ورځ دې پرته له اړتيا، ښار ته شخصي موټر نه بيايي .

په اوونۍ کې د دوو ورځو رخصتيو له امله د هوا پاکېدو چارواکي يو څه هيلمن کړي او د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير وايي پلان لري د دغو رخصتيو د دايمي کولو لپاره پارلمان ته د تصويب لپاره يوه طرحه وړاندې کړي.

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو مرستيال وزير واصل نور مهمند وايي د دغې طرحې پر بنسټ چې د افغانستان کابينې تاييد کړې، د جمعې او شنبې ورځې به په هېواد کې رسمي رخصتي اعلان شي .

د افغانستان حکومت دېته ورته طرحه تېر پارلمان ته هم د تصويب لپاره لېږلې وه، چې هغه مهال له مخالفتونو سره مخامخ شوه .

ورته مطالب