'امریکا لومړی له افغانستانه ناجګړه ییز ځواکونه وباسي'

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس وویل د کرزي حکومت ته د واک سپارلو کار به هغسې سرته رسېږي لکه چي ويل شوي دي .

امریکايي رسنیو ویلي په پام کې ده چې د روان ۲۰۱۱ کال په جولای کې له افغانستان څخه د ناجګړه ییزو پوځيانو په ایستلو سره له دغه هېواده د امریکايي پوځيانو د وتلو لړۍ پیل شي .

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سه شنبې ورځې په یوه خپاره شوي رپوټ کې ویلي، امریکايي چارواکي هوډ لري چې لومړۍ له افغانستانه هغه زرګونه ناجګړه ییز پوځيان وباسي، چې تر ډېره په کې، انجنیران، ملاتړي پوځيان او سمندري ځواکونه راځي .

د ورځپاڼې په حواله، جنګي پوځيان به تر ټولو وروسته ایستل کېږي .

د نیویارک ټایمز د رپوټ پر بنسټ، په افغانستان کې د امریکايي انجنیرانو دنده د بارکونو، پوځي اډو په جوړولو سره پای ته رسېدلې ده، همدا ده چې دوی به لومړی له افغانستانه ایستل کېږي .

امریکايي چارواکو دا هم ویلي چې سږ دوبی به له سوېلي هلمند او کندهار ولایتونو څخه جنګي پوځيان نه وباسي، بلکې د دغو ولایتونو له ځينو سیمو به نورو هغو ته ولېږدول شي .

دوی وايي د هلمند د ناوې ولسوالۍ په څېر له نسبتاً ارامو سیمو به امریکايي ځواکونه هغو سیمو ته ولېږدول شي، چې تر ډېره په کې د کوکنار کاروبار کېږي چې په دغو سیمو کې سنګین ولسوالي هم راځي .

د افغانستان په جګړه کې د امريکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس کانګرس ته د سه شنبې په ورځ د افغانستان د جنګړې چې امريکايان يې د نه ګټلو جنګ بولي، داسې ارزونه وړاندې کړه چې ناهيلي نه ترې مالومېده .

ښاغلي پيټرېیاس د پوځي چارو کميټې ته وویل که څه هم امريکايي ځواکونه په دوبي کې لږېږي، خو طالبانو ته به دده په خبره ماتې ورکوي .

دا يې هم نه پټوله چې د ده په وینا ترلاسه شوې بریاوې بېرته له لاسه ‎ووځي .

جنرال ډېوېډ پيټرېیاس وویل د کرزي حکومت ته د واک سپارلو کار به هغسې سرته رسېږي لکه چي ويل شوي دي .

په سلو کې ۷۳ پوښتل شوو امریکایانو ویلي له افغانستان څخه ډېری امریکايي پوځيان باید په د ۲۰۱۱ په دوبي کې بېرته راستانه شي .

هغه دا خبره پټه نه کړای شوه چې د کرزي د حکومت ځواکونه به د طالبانوبريدونو ته ځان ټينګ کړي چې د امريکايي لښکرو بریاوې دې وساتي :

''تر ټولو سخته دنده زموږ د افغان ملګرو پروړاندې پرته ده چې سره یو شي او د طالبانو د پسرلنیو بریدونو پروړاندې زموږ بریاوې پراخه شي. خو له دې سره سره، زیاتو جنګي بریاوو موږ ته دا موقع په لاس ر اکړه چې په څو ولایتونو کې په پسرلي کې د چارو مسؤولیت افغان امنيتي ځواکونو ته وسپارل شي . ''

جنرال پيټرېیاس په خپلو خبرو کې د افغانستان په جنګ کې د پوځي او ناپوځي کارونو لپاره د پيسو د کمښت اندېښنه هم څرګنده کړه .

ويل کېږي چې د امريکايي جنرال دغه خبرې بايد د عامو امريکايانو فکرونه بدل کړي چې د اوسني جاج له مخې د افغانستان له جنګه دوه پر درېيمه برخه يې بېزاره دي .

د امریکا پخواني جنګي پوځي جان مکين چي د پوځي چارو د کميټې غړی دی که څه هم د پيټرېیاس دغه ارزونه سمه او د زړه د پورته کېدو بلله، خوده وړانديز کاوه چې دا جنګ پراخه سينه غواړي .

ده ويل چې امريکايان غواړي په دې خبرشي هغه پيسې چې دوی د افغانستان جګړې ته وراستوي، داسې خو به نه وي چې دده په قول افغاني چارواکي یې بې ځايه لګوي او يا يې غلا کوي .

امریکایان

جنرال پېټرېیاس داسې مهال د امریکا کانګرس ته وینا کړې، چې د اې بي سي تلوېزیون او واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوې تازه اروزنې له مخې په سلو کې ۶۴ امریکایان په افغانستان کې د امریکا د لس کلن پوځي حضور ملاتړ نه کوي .

ده هم ومنله چې په پسرلي او دوبي کې د افغانستان جګړه نور هم زور اخلي .

وایي چې ولسمشر کرزی به رانوې اوونۍ اعلان کړي چې کله او د کومو ولايتونو واک په لاس ورکول کېږي.

جنرال پېټرېیاس داسې مهال د امریکا کانګرس ته وینا کړې، چې د اې بي سي تلوېزیون او واشنګټن پوست ورځپاڼې د یوې تازه اروزنې له مخې په سلو کې ۶۴ امریکایان په افغانستان کې د امریکا د لس کلن پوځي حضور ملاتړ نه کوي .

په سلو کې ۷۳ پوښتل شوو امریکایانو ویلي له افغانستان څخه ډېری امریکايي پوځيان باید په د ۲۰۱۱ په دوبي کې بېرته راستانه شي .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .