تېز پاکستانی باولر شعيب اختر کرېکټ پرېږدي

شعيب اختر د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په نړیوال جام کې د پاکستان وروستۍ لوبه زما وروستۍ لوبه ده .

د پاکستان وتلی تېز باولر شعیب اختر د ۲۰۱۱ کال د کرېکټ د نړیوال جام له لوبو وروسته کرېکټ نه کوی.

د هغه په وينا په دې نړیوال جام کې به د پاکستان وروستۍ لوبه د ده د کرېکټ د دورې وروستۍ لوبه وي.

له کرېکټ نه د شعيب اختر د تلو پرېکړه له دې امله حيرانوونکې ده چې يوازې څو ورځې وړاندې یې بي بي سي ته په یوه مرکه کې ويلي وو چې په سملاسي ډول کرېکټ نه پرېږدي او په وينا يې تر اوسه يې لا کرېکټ پاتې ده.

۳۵ کلن شعيب اختر د پنجشنبې په ورځ په یوه کنفرانس کې وويل چې هغه په خپله ټوله دوره کې په ايماندارۍ او له هېواد سره د مينې د احساس له مخې کرېکټ کړی او تل يې پاکستان ړومبی بللی.

ښاغلي اختر زياته کړه د پاکستان له لوري استازيتوب د هغه یو خوب و ، چې په رېښتيا بدل شو. د هغه وينا ده چې هغه په کرېکټ کې له خپل وخت نه خوښ دی او له هېچا ګيله نه لري.

د انځور حقوق BBC World Service

ده زياته کړه چې له کرېکټ نه له تلو وروسته په هر حال او هر وخت کې د پاکستان د کرېکټ لپاره خدمت کولو ته چمتو دی.

شعيب اختر د تېز باولنګ له امله د ( راولپندي اکسپرس) خطاب ګټلی وو او په ۱۹۹۷ کال کې يې د وېسټ انډيز پر خلاف خپله لومړنۍ نړېواله کرېکټ لوبه پيل کړه.

شعيب اختر ۴۶ ټېسټ يا پنځه ورځنۍ لوبې او ۱۶۳ يو ورځنې لوبې کړي دي.

ورته مطالب