بې پيلوټه امريکايي الوتکو ۱۸ کسه وژلي

ډرون
Image caption ځايي چارواکي وايي تر اوسه لا نه ده مالومه چې په بريد کې وژل شوي څوک دي.

د پاکستان امنيتي چارواکي وايي چې د هېواد په شمال خيتځ شمالي وزيرستان کې د امريکا د دوو بې پیلوټه الوتکو په بريدونو کې لږ تر لږه ۱۸ کسه وژل شوي دي.

دوی وايي په دغو بريدونو کې زيات شمېر نور کسان ژوبل شوي هم دي.

په شمالي وزيرستان کې چارواکو بي بي سي ته ويلي چې نن سهار د شمالي وزيرستان له مرکزنه څلوېښت کيلومتره لرې د دته خيلو په سيمه کې بې پيلوټه امريکايي الوتکو يو کور په نښه کړ.

چارواکي وايي امريکايي الوتکو په دغه کور څلور توغندي وتوغول.

دوی وايي په دغو بريدونو کې ۱۸ کسه وژل شوي او د زيات شمېر نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

ځايي چارواکي وايي تر اوسه لا نه ده مالومه چې په بريد کې وژل شوي څوک دي.

د شمالي وزيرستان د دته خيلو سيمه له افغانستان سره پر پوله پرته ده.

دغلته د بي بي سي خبريال دلاور خان وزير وايي چې وژل شوي کسان د حافظ ګل بهادر د ډلې غړي دي.

شمالي او جنوبي وزيرستان هغه قبايلي سيمې دي چې تر ډېره په کې د بې پيلوټه امريکايي الوتکو يا ډرون بريدونه کيږي.

امريکايي چارواکي دا بريدونه د وسله والو طالبانو او القاعدې پر وړاندې بریالی بولي، خو ځينې پاکستاني چارواکي وايي چې په دغو بريدونو کې ولسي خلکو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

ورته مطالب