لمرېزې برېښنا پکتیاوال خوشحاله کړي

لمريزه برېښنا د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د ولسوالۍ د ښارګوټې لويديځې غاړې ته د كر په ځمكه كې ۳۰۰ هغه تختې لګېدلې دي چې لمريزه انرژي جذبوي.

د پکتیا په سېدکرم ولسوالۍ کې له دغې لمريزې برېښنا څخه نژدې ۳۰۰ كورنۍ او د سيدكرم ولسوالۍ لسګونه هټيو ته بريښنا وركړل شوې ده.

د دغې پروژې لګښت چې دوه اعشاره پنځه ميليونه ډالره کيږي د ولايتي بيارغونې ډلې يا ( پي، آر، ټي) له خوا وركړل شوى، چې د يو كال په اوږدو كې يې د رغېدو چارې بشپړې شوې.

د پروژې د پرانيستې پر مهال د پكتيا والي جمعه خان همدرد بي بي سي ته وويل هڅه كوي تر څو دا پروژه پراخه شي او نورو سيمو ته هم د برېښنا ورته اسانتيا برابره شي.

ده وويل: ((دا يوه امتحاني پروژه وه كه نتيجه يې ښه وه نورو سيمو ته به يې هم غځوم.))

دا چې له دې برېښنا څخه يوازې د ولسوالۍ ښارګوټي ته د ورنژدې كليو اوسيدونكي ګټه اخلي په شتون يې د سيمې اوسيدونكې خوښي ښيې، چې په خټينو خونو كې يې د تيلو څراغونه په برېښنايي ګروپونو بدل شوي .

خو د دوی ټينګار دا دی چې د دې پروژې لمنه دې د سيدكرم ولسوالۍ نورو كليو او بانډو ته هم وغځېږي.

د ولسوالۍ د ښارګوټې لويديځې غاړې ته د كر په ځمكه كې ۳۰۰ هغه تختې لګېدلې دي چې لمريزه انرژي جذبوي.

د بريښنا د دغه سيستم په اړه يو تن مسوول مرزا محمد وايي : (( ټول يو سلو پنځه كيلو واټ برق جوړوي، څلريشت ساعته. برېښنا له شمسي تختو څخه بټريو ته او بيا ترانسپرمر ته ځي.))

د سيدكرم ولسوالۍ سلګونه كورونه په داسې حال كې په برېښنا روښانه شوي چې لا هم د پكتيا ۹۰% اوسيدونكې له برېښنا بې برخې دي.

دوی په وار وار له حکومته غوښتي چې په دې ولايت كې دې موجود بندونه وتړي چې څنګ لوري ولايتونو ته هم برېښنا وركړي.

د برېښنا په برخه کې ماهرين وايي په دغه ولايت کې د پنځو لويو ذخيروي بندونو د جوړېدو امكان شته ، خو تر اوسه پورې يې يوازې د مچلغو بند د جوړېدو منظوري شوې ده .

ورته مطالب