فلمي ستورې ايليزابت ټېلر مړه شوه

ايليزابت ټيلر د انځور حقوق Reuters
Image caption ايليزابت ټيلر لا ايله نهه کلنه وه چې په فلم کې يې کار پيل کړ

د هاليووډ نوميالۍ لوبغاړې ايليزابت ټيلرچې د ناپايې ښکلا څښتنه بلل کېده، د ۷۹ کلو په عمر مړه شوه. د هغې سينمايي ژوند تر نيمې پېړۍ اوږد و، خو شخصي ژوند يې له ستونزو څخه نه دى تش شوى.

هغې اووه مېړونه تېر کړي او دوه ځله يې له هماغه يوه سړي له ويلزي لوبغاړي ريچارډ برټن سره واده کړى دى.

ايليزابت ټيلر په ١٩٣٢ کال کې په لندن کې زېږېدلې، پلار يې د هنري آثارو امريکايى سوداگر و او څرنگه چې په برتانوۍ خاوره کې له امريکايي مور او پلار نه دنیا ته راغلې وه، په طبيعي ډول يې دوه گونی برتانوى او امريکايي تابعيت درلود.

هغه لا کوچنۍ وه چې لاس انجلېس ته ولېږدول شوه او په فلم کې يې کار له نهه کلنۍ نه پيل کړ.

په ١٩٥١ کال کې يې د يوې ځوانې نجلۍ په توگه لومړنى فلم کانسپيرېټر يا دسيسه کار راووت چې له رابرټ ټيلر سره يې په کې په گډه کار کړى و.

هغه له ١٩٥٨ راهيسې څلور کاله پرله پسې د اوسکار جايزې ته کانديده شوه او په پاى کې يې په ١٩٦١ کې په بټرفيلډ-٨ فلم کې پر لوبېدو دغه جايزه تر لاسه کړه.

د يوويشتمې پېړۍ په رارسېدو سره يې د زېږېدنې هيواد، برتانيا د خپلې امپراتورۍ د آغلې مېرمن لقب ورکړ.

ټيلر له ٢٠٠٤ کال راهيسې د زړه رنځوره وه او روغتيا يې مخ په ځوړ تله. وروسته د ملا د شمزۍ درد ورولوېد چې له گرځېدو يې وايسته.

د خلکو په وړاندې د هغې وروستۍ راڅرگندېدنه د سندرغاړي مايکل جکسن په جنازه کې وه چې دوه کاله دمخه مړ شو.

ټيلر د ژوندانه له ټولو لوړو ژورو سره سره، يو ځل ويلي وو: "دومره څه مې ليدلي چې څلور ځله ژوند پرې کېدلى شي. زه ځان بيخي نېکمرغه بولم."

ورته مطالب