کرزی د اختصاصي محکمې د تړلو پر پرېکړې غور کوي

Image caption داسې ګنګوسي دي چې ګواکې ولسمشر کرزی هوډ لري اختصاصي محکمه وتړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینې وایي ارګ د انتخاباتي شکایتونو د ارزونې لپاره د جوړې شوې اختصاصي محکمې د بیرته تړلو پر خبره غور پیل کړی دی.

دغی سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته وویل هڅه دا ده چې د انتخاباتي درغلیو په لانجه کې ښکیلو غاړو يعنې ګټونکو او بایلونکو کاندیدانو دواړو ته د محکمې د تړل کیدو په تړاو د منلو وړ حل لاره وموندل شي.

د دغې محکمې د برخلیک په اړه چې ولسي جرګې یې وار له مخه د تړلو پریکړه کړې په رسنیوکې له تیرو دوو ورځو راهیسې ضد اونقیض رپوتونه ورکړل شوي .

خو اوس بي بي سي ته معلومه شوې چې ولسمشر کرزی ګواکې د ځینو فشارونو له کبله په خپل امر د پرانستل شوې دغې محکمې د بیرته تړل کیدو هوډ لري.

د افغانستان د وروستیو پارلماني انتخاباتو په تړاو د نورو کڼو لانجو په لړ کې د درغلیو د ارزولو لپاره د ولسمشر کرزي په حکم جوړه شوې دغه اختصاصي محکمه هم له هماغه لومړي سره یو داسې جنجال پاتې شوی چې له کبله یې ولسمشر کرزی د کور دننه او بهر له ګڼو فشارونو سره مخامخ دی.

په دې اړه تر ټولو تازه فشار د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون له لورې وو.

ښاغلي بان ویلي چې که د افغانستان د انتخاباتو له اړخه روان کړکیچ ژر تر ژره ختم نشي نو دا به په ټوله کې د افغان حکومت اعتبار وننګوي .

په عین حال کې دا یوه داسې حساسه موضوع هم پاتې شوې چې ارګ یې په اړه په څرګنده له تبصرې دډه کوي.

ښاغلي کرزي ته نږدې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل د شته حساسیتونو له کبله د ارګ ټولو چارواکو ته د دغې اختصاصي محکمې د برخلیک په اړه له تبصرې د ډډې کولو لارښوونه شوې.

خو په عین حال کې همدغې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي بي بي سي ته دا هم وویل چې ولسمشر کرزی اوس د دغې محکمې په بیرته تړل کیدو سلا شوی او سمدستي د داسې یوې حل لارې په موندلو غور روان دی چې تر شا یې څه شور او ځوږ جوړ نشي او تر یوه ځایه معترضه کاندیدان هم راضي کړي.

د دغې محکمې د برخلیک په اړه له تیرو دریو ورځو راهیسې په افغانستان کې رسنیو څو ځله ضد اونقیض رپوتونه ورکړل.

په لومړي سر کې د ولسي جرګې د ځینو وکیلانو له قوله وویل شول چې ښاغلي کرزي ورسره په ارګ کې د لیدو پر مهال د دغې محکمې د تړل کیدو ژمنه کړې.

خو وروسته عدلي او قضایي چارواکو دغه ادعا تاید نه کړه او تر شا یې داسې رپوټونه راغلل چې پکې د دغې محکمې د فعالیت د دوام خبره کیده.

دا لا نه ده معلومه چې ښاغلی کرزی به کله او په څه طریقه د دغې محکمې د بیرته تړل کیدو حکم کوي خو دا ښکاره ده چې په دې اړه کیدونکې هره پریکړه به د معترضو کاندیدانو له سخت غبرګون سره مخامخ شي.

دغه کاندیدان په دې باور دي چې ښاغلی کرزی د هغوی په وینا د دغې محکمې د بیرته تړلو واک نه لري .

هغوی دا راز همدغه محکمه د انتخاباتي درغلیو د تور او سپین د معلومولو تر ټولو مناسبه قانوني مرجع بولي .

خو مخالفان چې اکثره د ولسي جرګې غړي دي له هماغه لومړي سره د دغې محکمې جوړیدل د اساسي قانون خلاف بولي.

ورته مطالب