افغانستان، ښارونو او ولسواليو ته پوستي کودونه اعلانوي

د افغانستان د مخابراتو وزارت ودانۍ
Image caption د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت وايي، د پوست له نړیوالې اتحادیې سره په موافقې سره له دوو کلونو هلو ځلو وروسته یې په دغه هېواد کې دغه بریا ترلاسه کړې ده .

په افغانستان کې د اړیکو د سیستم ، په تېره بیا د پوستي سیستم د اسانتیاوو په لړ کې اوس د دغه هېواد ټولې سیمې مشخص پوستي کوډونه لري .

پوستي کودونه هغه رمز دی په ښارونو او سیمو کې د پتې په موندلو کې مرسته کوي .

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ وزارت وايي، د پوست له نړیوالې اتحادیې سره په موافقې سره له دوو کلونو هلو ځلو وروسته یې په دغه هېواد کې دغه بریا ترلاسه کړې ده .

د دغه وزارت د مرستیال وهاب الدین سادات په وینا به له دغو کوډونو په ګټې اخیستنې سره د افغانستان پوستي سیستم چټکوالی پیدا کړي .

د افغانستان پوستي کوډ له څلورو شمېرو جوړ دی، چې لومړۍ شمېره یې ولايتي کوډ دی، او له لسو تر ۴۳ شمېرو پورې دوام مومي، او د دغه کوډ د شمېرې لومړۍ دوې شمېرې د ښارونو، ولسوالیو او کلیوالو سیمو دي، چې د پوستي خدمتونو تر پوښښ لاندې راځي .

د کابل ښار د ننه، مکروریان، نوي ښار، دارالامان، سیدنورمحمد شاه مېنه، دهبوري، تایمني او خیرخانه مېنه هغه سیمې دي چې اوس مشخص کودونه لري .

اوس پوښتنه دا ده چې دغه کوډونه به د افغانستان په پوستي سیستم کې کومې اسانتیاوې رامنځ ته کړي ؟

د افغانستان د مخابراتو وزارت د پوستي خدمتونو د برخې رییس محمد یاسین رحمتي یې په اړه وايي:

''د مراسلاتو بهیر چې دلته په الماریو کې د وېش له مخې ځای پرځای شوی، په دغه کود کې د شمېرو له مخې اېښودل کېږي، دویمه اسانتیا یې ولایتونو ته د لېږد مساله ده، درېیمه اسانتیا یې په پوست خونو کې د وېش خدمتونه دي، زموږ ځینې ولسوالۍ ورته نومونه لري، قرباغ ولسوالۍ هم په کابل کې شته او هم په غزني کې، که یو سړی مقر ولسوالۍ ته څه لېږي، په کوډ کې مالومېږي چې ایا دا د غرني اړوند ولسوالۍ ده او د بادغیس ولایت . ''

افغان چارواکي هیله من دي چې د خصوصي مخابراتي شرکتونو په همکارۍ به خلکو ته د پوستي کودونه په اړه مالومات ورکړي .

پوستي کود په لومړي ځل په ۱۹۳۲ کال په پخواني شوروي اتحاد کې معرفي او سیستم یې په ۱۹۳۹ کال عملي کړای شو .

المان ، برتانیا، امریکا او سویس هغه هېوادونه وو چې د پخواني شوروي له دغه سیستم یې ګټه واخیسته .

په ۲۰۰۵ زیږدیز کال کې د پوست د نړیوالې اتحادیې له ۱۹۰ غړو هېوادونو ۱۱۷ د پوستي کوډ له سیسټمه ګټه پورته کړه، خو افغانستان چې پخپله ددغې اتحادیې غړیتوب لري، تر ننه له هغو هېوادونو ګڼل کېده، چې پوستي کوډ یې نه درلود .

ورته مطالب