عدلیې وزارت د فساد پرضد دستګاه ولګوله

ښاغلی غالب
Image caption ښاغلي غالب وویل دوی ژمن دي چې له دې لارې وررسېدونکي شکایتونه به په خورا دقت سره ارزوي .

د افغانستان د عدلیې وزارت په ورځینیو چارو کې د خپلو اړونده ادارو او مامورانو د اجرااتو او چلند په تړاو د تیلې فوني شکایتونو د ثبت یوه ځانګړې دستګاه په کار اچولې .

د عدلیي وزیر حبیب الله غالب په کابل کې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال د دغې مخابراتي دستګاه د فعالولو اصلي هدف له بډو او فساد نه د خپل وزارت د مامورانو راستنول وبلل .

ښاغلي غالب وویل دغه دستګاه په یوه وخت کې ۶۰ تیلې فوني اړیکې ثبتولی شي او ژمنه یې دا وه چې ثبت شوي پیغامونه به په دقت سره ارزول کېږي او له مخې به یې له شکمنو بډې خوړونکو چارواکو په کلکه پوښتنې ګرویږنې کېږي .

د افغانستان د عدلیې وزارت دغه اقدام په څرګنده د وزارت په اړونده ادارو او ارګانونو کې د فساد له اړخه ډېرېدونکو نیوکو او اندېښنو ته د چارواکو غبرګون بلل کېږي.

د عدلیي وزیر حبیب لله غالب د ولسي شکایتونو د ثبت لپاره د سمبال شوې دغې دستګاه اصلي هدف له خلکو سره د وزارت د مشرتابه د اړیکو لنډه او اسانه لار وبلله .

ټینګار یې دا وو چې په دې سره به خلکو ته فرصت برابر شي چې د بډې خوړونکو او په فساد کې د وزارت د ښکیلو مامورانو په تړاوو مخامخ د وزارت مشرتابه ته شکایت وکړي :

د فساد قابو کول

''زموږ په هېواد کې فساد یوه داسې لویه موضوع او ستونزه ده چې د ولس او مطبوعاتو دواړو ډیر پام وراوښتی . دا زموږ دنده ده چې د دغې ستونزې د مقابلې لپاره عملي ګامونه واخلو او په خپلو ادارو کې فساد ختم کړو. هیله مو دا ده چې د دې دستګاه په فعالېدو سره د بډو او فساد له اړخه تر یوه ځایه د خلکو پر ستونزو او شکایتونو غور ته لار اواره شي او د فساد د قابو کولو په چاره کې مرسته وکړي .''

ښاغلي غالب وویل دوی ژمن دي چې له دې لارې وررسیدونکي شکایتونه به په خورا دقت سره ارزوي ، له خپلو هغو مامورانو به پوښتنې ګرویګنې کوي چې په اړه یې د بډو او فساد شکایتونه کیږي او ان دا چې دا ډول شکمن ماموران به قانوني تعقیب ته حواله کیږي.

Image caption له لویه سره د افغانستان په حکومتي ادارو کې د بډو او فساد شته والي د کور دننه او بهر د حکومت اعتبار ته دروند تاوان اړولی .

د شکایتونو د ثبت له دغې دستګاه سره د اړیکې شمیره لا تر اوسه نه ده معلومه خو چارواکي وايي دا به په ذهن کې د ساتل کېدو له اړخه ډیره اسانه او محض له څلورو عددونو جوړه شمېره وي چې د مخابراتو وزارت به یې د دوه یا درې ورځو دننه وټاکي او سمدستي به په مېډیا کې اعلان شي .

له لویه سره د افغانستان په حکومتي ادارو کې د بډو او فساد شته والي د کور دننه او بهر د حکومت اعتبار ته دروند تاوان اړولی .

که څه هم چې د دغې ستونزې د مقابلې لپاره له وړاندې د فساد خلاف د ځانګړې ځواکمنې ادارې تر څنګه د عدلي او قانوني تعقیب ګڼې نورې ادارې هم کار کوي خو له تېرو څو کلونو راهیسې دغه ستونزه د کمیدو پر ځاب وار په وار په ډېرېدو ده.

ان تر دې چې نیوکه کوونکي په حکومتي ادارو کې د پراخې کچۍ فساد د افغانستان سیاسي ثبات ته د وسله والو مخالفانو له لورې له متوجه ګواښ نه هم دروند او خطرناک بولي .

ورته مطالب