پاکستان د افغان سوداګرو د مالونو د لېږد فرمان ورکړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د پاکستان ولسمشر د خصوصي شرکتونو پر مټ د افغان سوداګرو د مالونو د انتقال فرمان ورکړی دی.

Image caption دا مهال د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د خوراکي توکو په ګډون د افغان سوداګرو شاوخوا ۹۰۰۰ کانټينر مالونه ايسار دي.

وړاندې تر دې د افغان سوداګرو د مالونو انتقال په پاکستان کې د بارچالانۍ يوه نيمه دولتي شرکت ( ان، ال، سي) په خپل انحصار کې درلودل.

دا مهال د پاکستان په بندري ښار کراچۍ کې د خوراکي توکو په ګډون د افغان سوداګرو شاوخوا ۹۰۰۰ کانټينر مالونه ايسار دي.

په کابل کې زموږ همکار عبدالله ستانکزي د سوداګرۍ له مرستيال وزير غلام محمد ييلاقي نه د يو لنډې مرکې په ترڅ کې د دغه فرمان نور جزييات پوښتلي دي ؟

ورته مطالب