ستاسې غږ : افغان ځواکونو ته د مسؤوليتونو سپارل

افغان سرتېري

د امريکا د بهرنېو چارو وزيرې ويلي دي چې افغانان به يوازې نه پرېږدي.

افغان حکومت په رسمي ډول هغه سيمې اعلان کړې چې امنيتي مسؤوليتونه به يې د روان کال د سرطان/چنګاښ له مياشتې افغان امنيتي ځواکونو ته سپارل کېږي.

په دې سيمو کې د لښکرگاه، مزارشريف ، هرات او مهترلام بابا ښارونه او د باميانو، پنجشېر او کابل ولايتونه، پرته له سروبي څخه، شامل دي.

نړيوالو ددې اعلان د هرکلي پرمهال ويلي دي چې له افغانستان سره مرستو په اړه ژمن دي.

د امريکا د بهرنېو چارو وزيرې ويلي دي چې افغانان به يوازې نه پرېږدي.

ددې اوونۍ په ستاسې غږ کې په دې خبرې کوو چې خلک ددې سيمو د غوره کولو په اړه څه وايئ، افغان ځواکونو کې ددې وړتيا وينئ چې د مسؤوليتونو د سپارلو په صورت کې به وکولاى شي هغه سيمې په سم ډول اداره کړي؟ که په پروگرام کې برخه اخيستل غواړئ، خپل نظرونه په برېښناليکpashto@bbc.co.uk راولېږئ

يا هم د پنجشنبې د ماښامنۍ خپرونې پرمهال په ٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١ زنگ راووهئ.
دغه راز د SMS له لارې هم په دې ټېلې فون ٠٠٤٤٧٧٨٦٢٠٨٨٨٨ خپله شمېره او ليکلي پيغامونه راستولى شئ .

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .