پر مخابراتي فعاليتونو بنديز خلک اغېزمن کړي

Image caption په هلمند کې پر مخابراتی شرکتونو بندیز عام خلک ربړوي

د افغانستان د سويلي ولايت هلمند اوسيدونکي وايي له کله نه چې په دغه ولايت کې د مخابراتي شبکو پر فعاليتونو بنديز لگول شوى، د عامو خلکو ستونزې ورسره هم زياتې شوې دي.

طالبانو ويلي چې افغان او بهرنيو ځواکونو د استخباراتي مالوماتو د ترلاسه کولو په موخه دغه مخابراتي شرکتونه کارول .

په هلمند کې د مخابراتي شرکتونو پر فعاليتونو داسې مهال بنديز لگول کيږي چې وړمه ورځ افغان ولسمشر حامد کرزي وويل چې له بهرنيو ځواکونو نه افغان هغو ته د مسوليتونو د ليږدولو په بهير کې به د لښکرگاه د ښار امنيت هم افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

سره له دې چې په دې برخه کې د گرځنده تيلفونو مخابراتي شرکتونه له څه ويلو ډډه کوي ، خو د هلمند سيمه ييز چارواکي د دغه کار غندنه کوي او هغه د هلمنديانو سره جفا بولي .

دا لومړى ځل دى چې د طالبانو له خوا د هلمند په ولايت کې د گرځنده تيليفونو پر فعاليتونو چورلټ بنديز لگول کيږي.

په هلمند کې سيمه ييز چارواکي وايي ښايي دغه چاره پر امنيتي حالاتو هم اغيزې وشيندي.

د ولايت مرستيال والي عبدالستار ميرزک وال وايي سره له دې چې په دې وروستيو کې د هلمند امنيتي حالت ښه شوى ، خو په خبره يې پر مخابراتي شرکتونو د طالبانو له خوا لگول شوى بنديز ښايي د هلمند پر څپ څپانده امنيتي حالت بد اغېز وکړي.

تر دې وړاندې د هلمند پرته د افغانستان پر نورو ښارونو کې هم پر مخابراتي شرکتونو بنديزونه لگيدلي وو ، چې يا به د شپې له خوا دغو شرکتونو فعاليت نه کاوه او يا به په لنډ مهاله توگه د خنډونو سره مله وو ، خو دا ځلې د هلمند په ولايت کې نوى لگول شوى بنديز تر نورو هغو جدي ښکاري.

تر دې مهاله د هلمند ولايت د مارجې او گرشک په ولسواليو کې د دغو شرکتونو درې ستنې د طالبانو له لورې ويجاړې شوي دي.

طالبانو دا گواښنه هم کړې که چيرته دغه شرکتونه د دوى له پريکړې سرغړونه وکړي نو د جدي چال چلند سره به مخامخ شي .

وسله والو طالبانو دا هم ويلي چې د گرځنده تيليفون له لارې د دوى غړي او قومندانان په نښه کيدل.

که څه هم طالبانو د دغه بنديز د اوچتولو په اړه کومه موده نه ده ټاکلې ، خو په ټوله کې د هلمند اوسيدونکي وايي چې پر مخابراتي شرکتونو لگيدلي بنديزونو د دوى ستونزې ډيرې کړي او له امله يې د سختو کړاونو او لالهانديو سره مخامخ شوي دي.

ورته مطالب