بشرپالو د ځانګړي پلټونکي د ګمارلو هرکلی وکړ

Image caption په ايران کې سياسي مخالفت په زياتېدونکي ډول ځپل کېږي

د ايران بشرپالو ډلو د ملگرو ملتو د بشري حقونو د شورا دا پرېکړه وستايله چې د ايران لپاره يو ځانگړى پلټونکى وگوماري.شورا اوس اوس په جينوا کې خپلې غونډې پای ته رسولې دي.

دا وړانديز امريکا او سويډن تر هغه وروسته وکړ چې د ملگرو ملتو سرمنشي بان کي مون د ايران پر بشري حالت يو رپوټ وړاندې کړ.

رپوټ د ايران بشري حالت خورا تت بللى چې وايي اعدامونو، د بدن د غړو غوڅېدو او سنگسار په کې زور اخيستى او سياسي مخالفت په کې په زياتېدونکي ډول ځپل کېږي.

ايموجين فوکس له جنيوا نه په خپل رپوټ کې وايي چې د ځانگړي پلټونکي د گومارنې مانا داده چې ايران په ناغوښتلي ډول د داسې يوې ډلې غړيتوب ته اړ شوى چې زړه يې ورته نه دى.

د دغې پرېکړې تر کېدو پورې ملګرو ملتونو يوازې سوماليا، شمالي کوريا، برما او د فلسطين نيول شويو سيمو د بشري حقونو لپاره ځانگړي پلټونکي درلودل.

هيوادو ته ځانگړي شوي پلټونکي پر حکومتونو ښه نه لگېږي او په خپلو چارو کې يې بېځايه لاسوهنه بولي.

خو بشرپالو ډلو ته يې ارزښت ډېر دى او وايي ځانگړې پاملرنه د دې سبب گرځي چې فشار همداسې لوېدلى پاتې شي.

خو د ملگرو ملتو تشريفات د دې غوښتنه کوي چې ځانگړى پلټونکى يوازى د اړوند حکومت تر بلنې وروسته کولى شي يوه هيواد ته ور شي. خو تهران څه کم يوه لسيزه د ملگرو ملتو د بشري حقونو کارپوه ته ورين تندى نه دى ښودلى.

هرڅه چې وي، په ملگرو ملتو کې د بشري حقونو د دې خورا لوړې ادارې دومره ښکاره پرېکړه، پر ايران فشار راولي چې نه يوازې پلټونکى ورپرېږدي، بلکه دننه په هيواد کې يې هم د آزاد تگ راتگ اجازه ورکړي.

ورته مطالب