ابراهيمي: پر سه شنبه د ځانګړې محکمې پر ړنګېدا غږېږو

عبدالروف ابراهیمي
Image caption د غونډې په پيل کې د جرگې مشر عبدالروف ابراهيمي له وکيلانو وغوښتل چې د ولسمشر کرزي د ژمنې سره سم دې تر راتلونکې سې شنبې پورې د ځانگړې محکمې پر سر خبرې نه کېږي،

د افغانستان په ولسي جرګه کې ځينو غړو يو ځلې بيا د ټاکنيزو درغليو د څېړلو په موخه د جوړې شوې ځانګړې محکمې د ړنگولو غوښتنه وکړه، سره له دې چې د جرګې مشر له استازو وغوښتل چې په ننۍ غونډه کې دې د مالي حسابونو پر قطيه خبرې اترې وشي.

خو استازو و نه منله او ځيني يې د اعتراض په ډول له غونډې هم ووتل .

دغو استازو ويل که د دغې محکمې ړنگېدل له يوې نه بلې ورځې ته ځنډېږي، نو په ونيا يې ښايي محکمه وتوانېږي چې له جرگې نه ځينې استازي وباسي او پر ځاى يې نور غړي راولي.

سره له دې چې د جرگې ننۍ غونډه بې پايلې پاى ته ورسېده، خو نيوکه کوونکو استازو گوت څنډنه کوله تر هغې يورې چې محکمه نه وي ړنگه شوي نو هغوى به غونډو ته نه راځي .

تر ډېره د افغانستان په ولسي جرگه کې استازو داسې گڼله چې د ۱۳۹۰ کال په لومړنۍ غونډه کې به د ځانگړې محکمې برخليک روښانه شي، خو لا هم دغه کړکېچنه لانجه هماغسې کړکېچنه پاتې ده.

د غونډې په پيل کې د جرگې مشر عبدالروف ابراهيمي له وکيلانو وغوښتل چې د ولسمشر کرزي د ژمنې سره سم دې تر راتلونکې سې شنبې پورې د ځانگړې محکمې پر سر خبرې نه کېږي، او پر ځاى دې د ۱۳۸۹ کال پر قطيه بحث او خبرې وشي.

هغه ويل چې دا د ۱۸ گونو کميسيونونو د مشرانو پرېکړه ده :

''هغه نېټه چې ولسمشر ټاکلې، هغه د سې شنبې ورځ ده کله چې هغه د ايران له سفره د دوشنبې پر ورځ راستون شي، نو د سې شنبې پر ورځ به له موږ سره وويني او وروستۍ پايله به ترلاسه شي، د کميسيونونو د ريسانو پرېکړه هم دا وه چې موږ به تر سې شنبې پورې په جرگه کې پر ځانگړې محکمه خبرې نه کوو .''

خو د جرگې د مشر له خبرو سم لاسي وروسته ځينو استازو د جرگې پر مشر او اداري پلاوي نيوکې وکړې او ويل يې چې گواکې د هغو په ټکو د جرگې اداري پلاوى د حکومت سره جوړجاړي ته رسېدلي او د حکومت پلوى کوي.

هغوى د ټاکنيزو درغليو پر سر جوړه شوې ځانگړې محکمه سياسي لوبه يادوله او هغه يې په چورلټ ډول ناقانونه بلله.

د کابل د خلکو استازې نظيفه ذکي وويل داسې مالومات يې تر لاسه کړي که محکمه ړنگه نه شي نو د هغې په وينا ښايي لسگونه وکيلان له جرگې نه د همدغې محکمه له خوا وشړل شي :

''که موږ نن د ځانگړې محکمې مهمه مساله راپورته نه کړو، نو دغه نورې خبرې چې پر بودیجې باندې کېږي نتيجه نه شي ورکولى دلته د ملت د استازو د برخليک مساله ده له هغوى سره اندېښنې دي، تر هغه ځايه چې موږ مالومات لرو محکمه په پام کې لري چې د جرگې ۵۳ تنه استازي له جرگې وباسي او پر ځاى يې نور کسان راولي او د۵۳ تنو نورو کسانو عکسونه او تذکرې غوښتل شوي او په پام کې ده چې تر سې شنبې يا چهارشنبې پورې به دغه محکمه خپله وروستى پرېکړه اعلان کړي، که موږ همدا نن دغه مساله روښانه نه کړو بايد غونډه پاى ته و نه رسوو، ځکه چې زموږ د ټولو استازو برخليک ورسره تړلى دى .''

خو کله چې اداري پلاوي د ټاکل شوې اجندا په پر مخ بيولو ټينگار کاوه نو ځينې استازي يې په مخالفت کې ودرېدل او ان تر دې چې ځينې يې د جرگې له تالاره هم ووتل .

د دغو معترضو وکيلانو په ډله کې ډير يې په دې نظر وو چې گواکې جرگه وال دې د سترې محکمه مشرتابه د استيضاح لپاره جرگې ته راوغواړي ، او له هغوى نه دې واکونه بيرته واخلي ، خو ځينې داسې استازي هم وو چې په جرگه کې يې د ټاکل شوې اجندا په پلوى خبرې کولې.

Image caption د ولسي جرګې یو شمېر غړو د ټاکنیزو درغلیو په تړاو د ځانګړې محکمې د ړنګېدو غوښتنه کوله .

د ولسي جرگې د نړيوالو اړيکو د کميسيون د مشر عبدالرب رسول سياف له نظره که چيرته په ځانگړې محکمې خبرې کيږي نو په کار دا دي چې لومړى پر همدغې موضوع پراخ بحتونه وشي او د خبرو اترو په پاى کې دې جرگه وروستى پريکړه وکړي .

په افغانستان کې د ټاکنيزو شکايتونو د ارزولو پر سر جوړه شوې ځانگړې محکمه د جوړيدو له پيله د يو لړ غبرگونونو سره مله وه ، له هغې ورځې نه چې نوې ملي شورا په کار پيل کړى نو په هماغه لومړى ورځ يې دغه محکمه ناقانونه وبلله او له ولسمشره يې وغوښتل چې دغه محکمه دې ړنگه کړي.

خو افغان ولسمشر د جرگې د ځينو وکيلانو سره په وروستى کتنه کې ويلي وو چې هغه د دغې محکمې د ړنگولو واک نه لري ، او د جرگې له استازو يې غوښتي وو چې معترض کانديدان دې دې ته وهڅوي چې له خپلو غوښتنو په شا شي، خو د جرگې استازي دغه چاره نا ممکنه بولي، بله غاړه معترض کانديدان هم وايي چې دوى له خپل دريځه نه په شا کېدونکي دي .

ورته مطالب