ناټو: په 'تېروتنه' هوايي برید ۷ ولسي افغانان وژلي

ناټو
Image caption د تېرې پنجشنبې پر ورځ هم نړیوالو ځواکونو په خوست ولایت کې دوه ولسي وګړي وژلي ول .

په افغانستان کې مېشتو ناټو ځاکونو منلې، چې په سوېلي هلمند ولایت کې یې د هوايي برید پرمهال په تېروتنه ۷ ولسي وګړي وژلي او ټپیان کړي دي .

ایساف ځواکونو په یوه خپره کړې ویناپاڼه کې ویلي، ''د تېرې جمعې پر ورځ د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې په تېروتنې یو شمېر ولسي افغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي.''

خو په خبرپاڼه کې د وژل شوو شمېر نه دی په ډاګه شوی .

وړاندې ناټو ویلي ول دوه شکمن ګاډي چې وسله وال طالبان او د هغوی یو قومندان په کې سپور و، په نښه شوي، خو بیا وروسته په ډاګه شوی چې وژل شوي ولسي وګړي دي .

په دې وروستیو کې د ناټو ځواکونو په هوايي بریدونو کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي، چې د افغان حکومت او واشنګټن ترمنځ یې پر اړيکو ناوړه اغېز کړی دی .

ناټو ځواکونو ویلي ول، د عملیاتو امر وروسته له هغه ورته وشو، چې استخباراتي مالومات یې ترلاسه کړل، چې ګني د طالبانو یو مشر له خپلو جنګیالیو سر په ګاډي کې سپور دی .

د تېرې پنجشنبې پر ورځ هم نړیوالو ځواکونو په خوست ولایت کې دوه ولسي وګړي وژلي ول .

د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ په حواله، په تېر ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې ۲۷۷۷ ولسي وګړي وژل شوي دي .

تر دې وړاندې بهرنیو ځواکونو د کونړ په غازي اباد کې د نړیوالو ځواکونو په دوو جلا هوايي بریدونو کې تر ۷۰ ډېر ولسي وګړي ووژل، چې زیاتره یې ښځې او ماشومان ول .

افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ کې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ پرمهال له بهرنیو ځواکونو وغوښتل چې په افغانستان کې خپل عملیات بند کړي .

بل خوا تېره اوونۍ د متحدو ايالتونو پو ځ د هغو انځورونو له کبله د رامنځ ته شويو پريشانيو له کبله بښنه وغوښته چې باور کېږي په افغانستان کې ددوى د ځينو پوځيانو له خوا اخيستل شوي او د جرمني د 'شپيگل' په مجله کې خپاره شول .

په دغو تصويرونو کې امريکايي سرتېري ښودل کېږي چې په افغانستان کې د يوه وژل شوي افغان جسد ته سپکاوى کوي .

دغه تصويرونه ويل کيږي چې د هغو شاو خوا ۴۰۰۰ تصويرونو له جملې دي چې د افغانستان په کندهار ولايت کې د امريکايي ځواکونو د عملياتو پرمهال اخيستل شوي دي .

Image caption د ملګرو ملتونو د یوه تازه رپوټ په حواله، په تېر ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې ۲۷۷۷ ولسي وګړي وژل شوي دي .

متحده ايالتونو ددغو تصويرونو له کبله د رامنځ ته شويو اندېښنو د کرارولو لپاره چټک گام پورته کړى .

د ' دیر شپيگل' مجلې تصويرونه ښيي چې امريکايي سرتېري د يوه وژل شوي له جسد سره ناسم چلند کوي .

يو تصوير يو کس چې د متحدو ايا لتونو د پوځ جامي يې په تن دي، ښيي چې ظاهراً د يوه وژل شوي ملکي افغان سر يې پورته نيولى .

دويم تصوير کې هم يوکس چې پوځي دريشي يې په تن ده ښول کېږي چې دغه جسد ته د سپکاوي په حال کې ښودل کيږي .

ورته مطالب