لوی درستیز: ناټو زموږ استخباراتي معلوماتو ته ارزښت نه ورکوي

ښاغلی کریمي
Image caption جنرال کريمي په ناټو دا تور هم ولگاوه چې د ځينو افغان ژباړونکو د ناسمو معلوماتو ترمخه بريدونه تر سره کوي

د افغانستان تر ټولو جگپوړي پوځي ناټو تورنه کړه چې د دوى استخباراتي معلوماتو ته ارزښت نه ورکوي او بې مشورې عمليات يې ولسي زيانونه پېښوي.

لوى درستيز جنرال شېرمحمد کريمي د ناټو په نوي بريد کې د اوو ولسي افغانانو تر وژلو وروسته له بي بي سي سره دا خبرې کولې .

نوموړي وویل: ''اوس زموږ ترمنځ پر همدې موضوع خبرې کېږي ترهغه چې د کورنیو او بهرنیو ځواکونو ترمنځ عملیات تایید شوي نه وي، باید دوی یې ونه کړي، خو له بده مرغه د دغو استخباراتو د تنظيم په اړه موږ تر اوسه هېڅ جوړجاړي او نتیجې ته نه یو رسېدلي او یو دلیل یې همدا دی چې موږ نه یو توانېدلي چې خپل استخبارات له موږ سره شریک کړي او زموږ استخباراتو ته غوږ ونیسي.''

ناټو هم منلې چې دا مرگ ژوبله يې په هلمند کې هغه مهال واړوله چې چورلکو يې پر دوو موټرو بريد وکړ.

ناټو وايي اټکل دا وو چې په دغو موټرو کې يو طالب مشر او د هغه ملگري سپاره دي.

د افغانستان لوى درستيز په ناټو نيوکې کوي چې د لسو کلونو په تيريدو سره له دوى سره استخباراتي معلومات نه شريکوي چې له کبله يې ډيرکله د جنرال شيرمحمد کريمي په خبره ملکي مرگ ژوبله رامنځ ته کيږي .

دا لومړى ځل دى چې په دومره لوړه کچه يو افغان چارواکى مني چې ناټو د خپلو عملياتو په اړه افغان غاړې ته هېڅ استخباراتي معلومات نه ورکوي .

لوى درستيز د ناټو د پوځي عملياتو پر مهال د خلکو د وژل کيدو او يا د عملياتو د ناکامۍ ټوله پړه پر نړيوالو ځواکونو ور اچوي چې په خبره يې دافغان غاړي استخباراتي معلوماتو ته هم غوږ نه .دي .

جنرال کريمي په ناټو دا تور هم ولگاوه چې د ځينو افغان ژباړونکو د ناسمو معلوماتو ترمخه بريدونه تر سره کوي :

''موږ پر دې موضوع هم له دوی سره ډېر کار کړی، چې د رسمي سرچینو تر تاییدولو وړاندې د افغانانو خبرو ته غوږ ونه نیسي. استخبارات او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو استخبارات باید له دوی سره همکار وي، خو له بده مرغه موږ د استخباراتو په شریکولو کې پاتې راغلي یو . ''

Image caption ناټو هم منلې چې دا مرگ ژوبله يې په هلمند کې هغه مهال واړوله چې چورلکو يې پر دوو موټرو بريد وکړ.

په دغه لړ کې تيره ورځ د ناټو د عملياتو په لړ کې په هلمند کې د دريو ماشومانو په گډو ن د ٧ ملکي وگړو د وژل کيدو خبر ور کړل شو .

په دغه بريد کې پنځه نور ټپيان شوي دي .

بريد د ناټو د چورلکې پر وسله والو کسانو د بريدو په گومان پر٢ موټرو تر سره کړ.

ترې د مخه په کونړ کې دوه ځلې د شاوخوا ۷۰ ملکيانو د وژل کېدو پر سر امريکايي قومندان ډېوېډ پټرېياس له افغانانو بښنه وغوښته، خو د بشري حقونو ډلې وايي چې ناټو دې هغو کسانو ته پوره تاوان ورکړي چې ددوى د عملياتو له کبله ورته زيان رسېږي .

ورته مطالب