ولسي جرګې د ۱۳۹۰ کال بودیجه رد کړه

ولسي جرګه
Image caption ولسي جرګه وایي د ۱۳۹۰ کال په بودیجه کې د یو شمېر سیمو بیارغنیزې پروژې تکرار شوې دي .

د افغانستان د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال بودیجه د ناانډولۍ له کبله د دغه هېواد د پارلمان له لوري رد کړل شوه .

د افغانستان د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون چې د ۱۳۹۰ هجري لمریز کال بودیجه یې ارزولې وه، خپل رپوټ د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ .

ددغه کمېسیون رییس امیر محمد یار دغه بودیجه ناانډوله وبلله او وویل چې ددغې بودیجې په برابرولو کې د هېواد یو شمېر بې وزله سیمو ته پام نه دی شوی، خو یو شمېر هغو سیمو ته چې د بیارغونې ډېرې پروژې په کې عملي شوې، ډېره پاملرنه شوې ده .

ښاغلي يار د روان ۱۳۹۰ کال په دغه وړاندې شوې بودیجه کې د یو شمېر سیمو د بیارغونې د پروژو تکرار یوه بله لویه ستونزه وبلله .

په دې اړه په ولسي جرګه کې ډېر بحثونه ونه شول، همدا وو چې د جرګې د اکثریت غړو په رایو سره د جرګې رییس عبدالروف ابراهيمي دغه بودیجه رد کړه :

''تاسو ته د بودیجې او مالي کمېسیون له خوا د رد دلایل وړاندې شول، د سلجوقي صېب د خبرو په تایید سره په تېر کې هم ۱۸ ګونو کمېسیونونو په لیکلې بڼه د رد یا تایید راپورونه وړاندې کول . په تېر پارلمان کې هم د کورنیو دندو د اصولو مطابق دا کار کېده . د ۹۸ مادې د شپږم بند پر بنسټ، دې هغه کسان چې د چې د دې بودیجې په رد کې موافق نظرونه لري، شنه کارتونه او هغه چې په تایید یې رایه ورکوي، سره کارتونه پورته کړي . د رایو په اکثریت رد شوه . ''

د افغانستان د ۱۳۹۰ کال بودیجه نژدې ۲۱۶ میلیارد افغانیو ته رسېږي، چې شاوخوا څلور میلیارده ډالر کېږي .

په دغه بودیجه کې تر ۱۵۰ میلیارد افغانیو ډېرې پیسې د عادي بودیجې او تر ۶۵ میلیارده ډېرې افغانۍ بیا د رغنیزو چارو لپاره په پام کې نیول شوې دي .

تېره میاشت د مالیې وزیر ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ددغې بودیجې د وړاندې کولو پرمهال ویلي ول، چې ددغې بودیجې په برابرولو کې امنيتي او دفاعي مسایل د دولت په لومړیتوبونو کې راځي .

ویل کېږي چې د ۱۳۹۰ کال د بودیجې ۵۷ سلنه ددفاعي او امنيتي مسایلو او 16.7 فیصده بیا د ښوونې روزنې لپاره په پام کې نیول شوې ده .

د افغانستان د مالیې وزارت په وینا، پراختیايي چارو او ښوونې روزنې ته دولت د لومړیتوبونو په دویم کتار کې ځای ورکړل شوی دی .

اوس د افغانستان د مالیې وزارت وايي د بودیجې په تړاو د ولسي جرګې وړاندیزونه یې تر ارزونې وروسته په کې شامل کړي او ددویم ځل لپاره به یې ولسي جرګې ته د تصویب لپاره ولېږي .

ورته مطالب