په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له عبدالخالق فراهي سره د بي بي سي ځانګړې مرکه

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption ښاغلی فراهي د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپتامبر په ۲۳ نیټه د پېښو رله حیات اباده وتښتول شو، بیا وزیرستان ته بوتلل شو او ۱۷ ځله یې د اوسېدو ځایونه بدل شول.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالخالق فراهي چې له دوو کلونو او دوو میاشتو تر بند وروسته د تښتوونکو له منګولوخلاص شوی، وایی چې د خوشي کېدو په بدل کې یې افغان حکومت هېڅ طالب زنداني او یا د القاعدې غړي نه دی خوشی کړی .

ښاغلی فراهي د ۲۰۰۸ میلادي کال د سپتامبر په ۲۳ نیټه د پېښو رله حیات اباده وتښتول شو، بیا وزیرستان ته بوتلل شو او ۱۷ ځله یې د اوسېدو ځایونه بدل شول.

نوموړي بي بي سي ته وویل د هغه ساتونکي او نور کسان چې په دوه کلنه موده کې یې له هغه سره سروکار لاره عرب وو او په انګریزي غږېدل.

عبدالخالق فراهي زموږ له همکارسپين تڼي سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې هغه په رواني او جسمي توګه ځورول ( کړول) شوي دي.

په دې مرکه کې ښاغلي فراهي په پیل کې د هغې ورځې نکل کوي چې وتښتول شو.