کرزی د طالبانو له خوا د ښوونځیو د نه سوځولو هرکلی وکړ

ولسمشر حامد کرزي د وسله والو طالبانو د مشر ملا عمر د هغې اعلاميې هرکلى وکړ چې په کې د طالبانو له خوا د ښوونځيو د نه سوځولو او د ښوونکو د نه ځورولو ژمنه شوه وه .

افغان ولسمشر وويل طالب مشر تر لس کلن ځنډه وروسته دې ټکي ته راغى خو بيا هم که دا پرېکړه ريښتوني وي گټوره ده.

ولسمشر حامد کرزي دا څرگندونې د افغانستان د ښوونکو د روزلو د ادارو يانې دارالمعلمينو د سږنيو فارغانو يوې غونډې ته وکړه.

بله غاړه د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ سږ کال له درالمعليمينونو څخه د څه باندې ۲۰ زرو زده کونکو فارغېدل نېک پال وبالۀ او ويي ويل چې لس کاله مخکې د افغانستان څو دارالمعلمينونو ايله بيله ۴۰۰ زده کونکي لرل خو وسمهال دا شميره پنځوسو زرو ته رسېدلې ده.

په تېر کې ولسمشر حامد کرزې په خپلو ويناوو کې په پرلپسې ډول له خپلو وسله والومخالفانو غوښتل چې د هېواد د ماشومانو پر مخونو د ښوونځيو دروازې ونه تړي، او ښوونکي يې ونه وژني، خو نن يې په خپله وينا کې د وسله والو طالبانو له مشر ملا محمد عمر نه مننه وکړه ځکه چې نوموړي څو ورځې مخکې رسنيو ته په استولې خبر پاڼه کې ويلي وو چې طالبان به ښوونځي نه سيځي او ښوونکي به نه ځوروي .

ښوونکي

ولسمشر حامد کرزي دا څرگندونې د افغانستان د ښوونکو د روزلو د ادارو يانې دارالمعلمينو د سږنيو فارغانو يوې غونډې ته وکړه.

افغان ولسمشر حامد کرزي وويل که دا وينا ريښتوني وي نو طالبان به وښيي چې دوى يوازې له حکومت او بهرنيو ځواکونو سره دښمنې لري نه د هيواد له ښوونيز بهير سره:

''وړمه ورځ مو واوريدل چې د طالبانو د غورځنگ له خوا د ملا محمد اخند په نامۀ اعلاميه خپره شوې ده،دروغ او رښتيا يې موږ نه دي معلوم،په ډيرو رسنيو کې د خپور شوي خبر له مخه هغوى اعلان کړى دى چې هيڅ طالب او هيڅ کس اجازه نه لري چې ښوونځي وتړي يا ښوونکي يا زده کونکي وځوروي خداى دې وکړي چې رښتيا وي،خداى دې وکړي چې زموږ له طالب ورونو سره دا فکر پيدا شوي وي چې له پوهنې سره دښمني ونه کړي، خداى دې وکړي چې په دې گام سره دا وښيي که له افغان حکومت سره يا د بهرنيانو له شتون سره مخالف دي نو د افغان ماشومانو دښمنان نه دي، زه له طالبانو څخه ددغې اعلاميې تکرار غواړم چې باور مې پيدا شي چې دا خبره ددوى ده،خداى دى وکړي چې رښتيا وي او رښتيا وي تر مننه کوو،ځنډ راغى خو خير دى،لس کاله دې ويجاړ کړل پروا نه لري اوس يې هم مه کوه.''

ولسمشر حامد کرزي دا خبرې د افغانستان ددارالمعلمينو د فارغانو هغې غونډې ته کولې چې په کابل کې جوړه شوې وه د افغانستان د پوهنې وزير وويل چې ددغو څه باندې ۲۰ زرو فارغانو په گمارلو سره به د مسلکي ښوونکو سلنه له ۳۰ نه ۳۶ ته لوړه شوه.

کرزی

افغان ولسمشر وويل طالب مشر تر لس کلن ځنډه وروسته دې ټکي ته راغى خو بيا هم که دا پرېکړه ريښتوني وي گټوره ده.

د پوهنې وزير وويل چې په شاوخوا تيرو لسو کلنو کې د ښوونکو د رزونې کچه خوارا ډيره لوه شوې ده ،ښاغلي وردگ وويل چې په ديارلس سوه يو اتيايم کال کې دوى ته ٤ معيوب دارالمعليمونه پاتې وو چې يوازې ۴۰۰ نارينه زده کونکي يې لرل خو وايي اوس دا شميره د سږني کانکور د پايلو تر پلي کولو وروسته ٧٧ زرو زده کوونکو ته ورسيږي.

ښاغلي وردگ وويل چې وسمهال هم افغانستان مسلکي ښوونکو ته ډيره اړتيا لري د نوموړي په وينا د افغانستان ښوونځي وسمهال ٨ اشاريه درې ميلونه زده کونکي لري چې دوى ورته ١٩٠ ښوونکي لري،چې له دې مخه ٤٧ زرو نويو ښوونکو ته اړتيا لري.

افغان چارواکي وايي چې ددارلمعليمينونو په ډيرو د رتبو په کچه د معاشونو په ورکولو،د نصاب په جوړولو او ښوونکو ته د کورونو د ځمکو په ورکړه يې د ښوونکو ټولنيزو،ښوونيزو،او مسلکي اړتياو ته پام ډير کړى دى.

خو سره له دې هرڅه د گڼو سيمو په ځانگړي ډول د نا ارامو ولايتونو خلک د مسلکي ښوونکو له لږوالي او نشتوالي سر ټکوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .