ملامحمد عمر: پر ښوونځیو به بریدونه نه کوو

ښوونځي
Image caption د افغانستان د پوهنې وزرات د وسله والو طالبانو دې پيغام ته په خپل غبرګون کې هرکلی ويلی او د دې د عملي کېدو تمه يې ښوولې ده.

افغان حکومت د وسله والو طالبانو د مشر د هغه فرمان هرکلی کړی چې ويلي يې دي وسله وال طالبان به پر ښوونځيو بريدونه نه کوي او ښوونځي ته د تلونکو ماشومانو لپاره به خنډ نه جوړوي.

ملا عمر په خپل پيغام کې پر ښوونځيو بريد کوونکي د افغانستان او اسلام دښمنان بللي دي.

د پوهنې وزارت دغه فرمان ته د هرکلي ترڅنګ وايي که وسله وال طالبان پر خپلې ژمنې ودرېږي، په زرګونو ماشومان به ليک لوست ته لاسرسی پيدا کړي.

په تېرو څو کلونو کې د امنيتي ننګونو له کبله د هېواد په کچه په لسګونو ښوونځي تړلي وو او له امله يې په لسګونو زره ماشومان له زده کړو بې برخې وو.

په افغانستان کې د نوي تعليمي کال له پيل يوه اوونۍ وروسته د وسله والو طالبانو مشر په خپل وروستي پېغام کې ويلي چې پلويان به يې ښوونځيو ته د افغان ماشومانو د تلو په مخ کې خنډ نه شي.

ملا محمد عمر په خپل پيغام کې پر ښوونځيو بريدونه د هغوی کار بللی، چې په خبره يې د افغانستان او اسلام دښمنان دي.

د افغانستان د پوهنې وزرات د وسله والو طالبانو دې پيغام ته په خپل غبرګون کې هرکلی ويلی او د دې د عملي کېدو تمه يې ښوولې ده.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption تېر کال هم په کونړ کې وسله والو طالبانو ویلي ول چې پر ښوونځيو به بریدونه نه کوي.

د وزارت وياند عبدالصبور غفراني وويل که وسله وال طالبان پر خپلو څرګندونو ولاړ پاتې شي نو په خبره يې په زرګونو هغه ماشومان به بېا ښوونځيو ته مخه کړي چې د نااراميو له کبله يې ښوونځي تړلي دي.

د وزارت له لوري د ورکړل شويو رسمي شمېرو له مخې دا مهال د افغانستان په نا امنه سيمو کې د وسله والو مخالفينو د ګواښونو له وېرې کابو ۴۵۰ ښوونځي تړلي دي چې دې له ۲۰۰زره ورپورته ماشومان يې له زده کړو بې برخې کړي دي.

که د طالبانو د مشر دغه وروستى فرمان عملي شي په ځانگړې توگه به په پښتني سيمو کې، چې په تېرو لسو کلونو کې له تعليمي بهيره وروسته پاتې وه ، ماشومان د زده کړو موقع ومومي.

ورته مطالب