بش د ښځو د ازادۍ د خونديتوب لپاره غونډه رابللې

بش
Image caption بش د افغانستان راتلونکې د افغان مېرمنو په سياسي او اقتصادي پرمختګونو کې ويڼي.

د امريکا په ډالس ښار کې د امريکا پخوانی ولسمشر جورج ډبليو بش او د هغه مېرمن لورا بش نن د افغانستان په اړه کنفرانس پيلوي.

د امريکا تېر واکمن جورج بش پر دغه غونډه د افغانستان د سباوون نوم ايښی چې هدف يې د ښځو د ازادۍ او د اقتصادي پياوړتيا زياتول ښوول شوی دی.

ښاغلي بش پر داسې مهال دا ګام پورته کړی چې يوې خواته امريکا او جنګي ملګري يې له افغانستان نه د وتلو خبر کوي او بل خوا د امريکايي پوځيانو په قول، طالبان په جنګ کې کمزوري شوي او بل هغه څه چې د لويديځ چارواکي يې په اړه وېره ښيي، هغه د ښځو په مساله کې د طالبانو هغه دريځ دی چې د لويديځ د کلتور څخه بيل دی.

لويديځ دا خبره هم يادوي چې له افغانستان نه له وتو سره سم د کرزي حکومت ته هم وار په وار واک ورسپاري.

بش د افغانستان راتلونکې ټوله نيکمرغي په دې پورې تړي چې له افغان مېرمنو نه اوسني سياسي او اقتصادي پرمختګونه له ګوتو ونه وځي.

جورج ډبليو بش چې د ځان لپاره د بش انستيتيوت په نامه يوه ټولنه هم جوړه کړې مشر يې جېمز کلاسمن په افغانستان کې د ښځو د ازادۍ خبره په دغه وخت کې راپورته کول يو بېړنی کار باله.

ويل کيږي چې ښځه او مېړه ياني بش او لورا بش به نن شپه د امريکا د ډالس په ښار کې دې غونډې ته لومړی خبرې وکړي او ورپسې به د سټلاېټ له لارې افغان ولسمشر حامد کرزی او په کابل کې د امريکا سفارت چارواکي غونډې ته خپلې ويناوې واوروي.

غونډې ته د نړيوال بانک مشر رابرټ زولېک او د امريکايي واکمنو پخوانی جنګي سلاکار هم ورتلونکي دي.

دا هم ويل کيږي چې په دغه کنفرانس کې به هغه افغان مېرمنې چې د امريکايانو په وينا په سوداګرۍ کې بريالۍ راوتلي او هم به د امريکا د لويو شرکتونو چارواکي برخه واخلي.

ورته مطالب