په کابل کې د بهرنیو ځواکونو پر کمپ برید

فونکس
Image caption د امریکايي ځواکونو د 'فونکس' په نامه دغه کمپ د کابل په ختيځ کې د جلال اباد پر لویه لاره پورت دی .

د افغانستان پلازمېنې کابل د نهمې حوزې په اړونده سیمه کې د 'فونکس' په نامه د بهرنیو ځواکونو کمپ مخې ته له چاودنې وروسته ډزې شوې دي .

د کابل امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د څېړنو امر محمد ظاهر رسنیو ته ویلي، برید کوونکي په شا تمبول شوي دي .

نوموړي ویلي:''څلور کسه ځانمرګو برید ګرو چې د ښځو چادرۍ یې پر سر وې، د فونکس په کمپ برید کړی. دوو کسانو یې په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي او دوه نور یې د پولیسو په ډزو وژل شوي دي. په پېښه کې ملکي کسان نه دي وژل شوي خو روغتونو نه مو ټرڅار لاندې دي.''

د امریکايي ځواکونو 'فونکس' په نامه دغه پوځي کمپ د کابل ښار په ختيځ کې د جلال اباد پر لویه لاره پورت دی .

سیمه د امریکايي ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده .

د سیمه ییزو خلکو په وینا، په سیمه کې دوې چاودنې هم شوې او د سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي .

تر دې مهاله د پېښې پړه چا پرغاړه نه ده اخیستې، خو معمولاً د دا ډول پېښو ګوته وسله والو طالبانو ته نیول کېږي .

د تېرې جمعې پر ورځ په مزار شریف کې د ملګرو ملتونو پر سیمه ییز دفتر قهرېدلو لاریون کوونکو برید وکړ، چې په پایله کې د ملګرو ملتونو د اوو بهرنیو کار کوونکو په ګډون لږترلږه ۱۴ کسان ووژل شول .

د لومړنیو رپوټونو له مخې، په متقابلو ډزو کې تر دې مهاله د یوه ناپوځي سړي د وژل کېدا خبر ورکړل شوی، ناټو هم د خپلو درو سرتېرو د ټپي کېدو خبره کړې ده.

ویل کېږي له دوو ځانمرګو برید کوونکو یې یو تر ډزو وروسته تښتېدلی دی .

په سیمه کې عیني شاهدان وايي چې لاهم متقابلې ډزې روانې دي .

ورته مطالب