بان کي مون د م.م د کارکوونکو وژنه په کلکو ټکو غندلې

هرات
Image caption د تېرې جمعې پر ورځ د هرات په لوبغالي کې زرګونو ښارانو په امریکا کې د یوه پادري له خوا د قرآن کريم د سوځولو پرضد لاریون وکړ.

امریکايي چارواکو او د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون د افغانستان په مزارشریف کې د لاریون کوونکو له خوا د یوناما د لږترلږه ۱۲ بهرنیو کارکوونکو وژل غندلي دي .

بل خوا د افغانستان په شمال کې چارواکي وايي د يو تن وسله وال کس په گډون يې ۲۷ تنه هغه بلواگر نيولي چې د مزارشريف په ښار کې يې د ملگرو ملتونو پر دفتر بريد کړى و .

دغه چارواکي وايي له نيول شويو کسانو پوښتنې گرويږنې روانې دي او په وينا يې چې ډير ژر به روښانه شي چې د دغې پيښې تر شا د کومو کسانو او کړيو لاس لاره .

د مزارشريف په پرونۍ پېښه کې يو شمېر کسانو د امريکا د فلوريدا په ايالت کې د يوې کليسا د پادري له خوا د قرآن کريم د نسخې د سوځولو په اعتراض کې لاريون وکړ چې په ترڅ کې يې د اوو تنو بهرنيو په گډون تر لسو زيات کسان وژل شوي وو .

په افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال راهيسې په مزارشريف کې د ملگرو ملتونو د اتو تنو کارکونکو وژنه تر ټولو نورو خونړى پيښه وه، د ملگرو ملتونو يو لوړ پوړي چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې په وژل شويو کسانو کې پنځه تنه نيپاليان او نور يې د دغه دفتر نړيوال کارکوونکي دي .

Image caption د ملګرو ملتونو په درو وژل شوو کارکوونکو کې یو د سويډن، بل د ناروې او درېیم یې د رومانیا دی .

په شمال کې يو لوړ پوړي افغان چارواکي بي بي سي ته وويل چې دغه درې تنه کارکونکي د سويدن ، ناروې او رومانيا اوسېدونکي دي چې د دغه دفتر سره يې کار کاوه، خو د يونما يو وياند کيرن دواير وايي چې دا مهال گرانه ده چې د وژل شويو کسانو د هويت په اړه څه وويل شي :

''دا زموږ د کارکونکو او د هغو د کورنيو لپاره يوه زړه بوگنونکې پيښه ده ، ډيره به گرانه وي چې دا مهال د وژل شويو کسانو د شمير او يا د هغوى د هويت په اړه څه ووايم ، په نورو برخو کې به هم لا وختي وي چې جزئيات په ډاگه کړم ، په ټوله کې د سيمه ييزو رسنيو له لارې بيلابيل رپوټونه خپريږي چې نه شم کولاى هغه تائيد کړم .''

طالبانو وار له مخه د دغې پيښې پړه په غاړه اخيستې . په همدې حال کې د پېښې د زيات رڼښت په موخه په کابل کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ستيفن ديميستورا مزارشريف ته بيړنى سفر هم کړى .

په مزارشريف کې د پوليسو د 303 نمبر قومندانى وياند لعل محمد احمدزى وايي چې ښايي د دغې پيښې تر شا د ځينو کسانو او کړيو لاس وي ، خو په وينا يې چې د پلټنو تر بشپړيدو نه وړاندې نه غواړي د دغو کړيو او کسانو نوم په ډاگه کړي.

ښاغلى احمد زى وايي چې لاريون کونکو د يونما له ساتونکو وسلې اخيستي او دغه دفتر ته په ننوتو سره يې د يونما وداني ويجاړه کړې او د دوه تنو بهرنيو کارکونکو سرونه يې هم پرې کړي دي.

ښاغلى احمدزى وايي چې پرون د جمعې ورځ وه او په دغه ورځ افغان کارکونکي رخصت و ، نو ځکه ډيرى وژل شوي کسان بهرنيان وو .

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption برید کوونکو لږترلږه د ملګرو ملتونو د دوو کارکوونکو سرونه غوڅ کړي دي .

تر دې وړاندې افغان ولسمشر په امريکا کې د يو پادري له خوا د قرآن کريم سوځول په سختو ټکو کې غندلي وه او له اکريکايي چارواکو يې غوښتي وه چې دغه کس دې د قانون منگولو ته وسپاري .

د قرآن کريم د سوځولو په غبرگون کې پرون په هرات او ځينو نورو لويو ښارونو کې هم ورته لاريونونه شوي وو او خلکو له افغان دولته غوښتي وه چې بهرني ځواکونه دې له دغه هيواده وباسي .

په مزارشريف کې پرونى پېښه د ډيرو افغانانو په گومان ښايي لومړنۍ او وروستنۍ پيښه نه وي په، ۲۰۰۹ کال کې هم په پلازمېنه کابل کې په رڼا ورځ ځيني بريدگر د ځانمرگو واسکټونو سره د ملگرو ملتونو په يو مېلمستون وردننه شوه او د دغه سازمان پنځه کارکوونکي او دوه تنه افغان پوليسان يې وژلي وو.

ورته مطالب