افغانستان په ودونو کې د کم لګښت لپاره قانون جوړوي

Image caption ښايي تر ډېره د دغه نوي قانون مسوده د ځينو کورنيو لپاره د هرکلي وړ وي ، خو هغه چې ډيرې پيسې لري او غواړي پخپلو ښاديو او ودونو کې زيات کسان او دوستان راوبولي هغوى ښايي په زړه پورې نه وي.

د افغانستان د عدليې وزارت وايي د داسې قانون پر مسوده يې کار پيل کړى چې له مخې به يې په ودونو کې لگښتونه کم شي او دا رنگه ورسره د ناويانو په جامه کې به هم د پام وړ بدلون راوستل شي.

د دغه وزارت چارواکي وايي د دغه قانون مسوده به ډېر ژر د وزيرانو شورا له پرېکړې وروسته د افغانستان ملي شورا ته د تصويب لپاره واستول شي.

سره له دې چې په افغانستان کې ځينې خلک د دغه قانون د تصويبېدو هرکلى کوي او هغه د اسلامي لارښوونو او افغاني دودونو سره سم بولي، خو ځينې نور بيا دغه څه پر خپلو دودونو او رواجونو تېرى گڼي.

د افغانستان د عدليې وزارت وايي په پام کې و چې تېر کال افغان حکومت د دغه قانون مسوده بشپړه کړې وای.

د وزارت چارواکي وايي چې کله دوى د دغه قانون خاکه وزيانو شورا ته وړاندې کړه نو هغه مهال د دغې شورا له خوا په کې يو لړ بدلونونه راوستل شوه.

خو وايي اوس دغه مسوده د افغانستان د عالمانو شورا، سترې محکمې، د حج او اوقافو، د ښځو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ د استازو په سلامشورو چمتو شوې ده.

د عدليې وزارت د مدني فوانينو د څانگې مشر عبدالمجيد غني زاده وايي چې د دغه قانون له مخې به نه يوازې دا چې په ودونو کې د ښځينه وو او نارينه وو په گډون بنديز ولگول شي بلکې په وينا يې د ناويانو جامه بايد هم د اسلامي شريعت سره سمه وي.

د ښاغلي غني زاده په خبره په ودونو کې د ډېرو مېلمنو د وربللو او په زياتو لگښتونو هم يو لړ بنديزونه په پام کې نيول شوي دي:

''د هوټلونو د خاوندانو يوه دنده دا ده چې د ښځينه و لپاره بېل او د نارينه و لپاره بېل بېل ځايونه جوړ کړي او گډو ودونو دې اجازه نه ورکوي، د ناوې جامه هم بايد د اسلام خلاف نه وي، زموږ په طرحه کې دا وه چې په ودونو کې دې شاوخوا د دواړو غاړو له خوا تر ۳۰۰ تنو نه زيات مېلمانه نه رابلل کېږي، دغه نظر د کسب گرو ټولنې هم ورکړى و، د خوړو په اړه يې هم ويلي و چې هوټلونه دې يوازې يو ډول خواړه چمتو کړي، چې بيه يې تر ۲۵۰ افغانيو زياته نه وي.''

په کابل کې د مدني ټولنو ځينې استازي د قانون له دې مسودې سره مخالفت په داگه کوي او په وينا يې چې دغه څه د خلکو د دودونو او رواجونو سره په ټکر کې دي.

د مدني ټولنې يو فعال مير احمد جوينده سره له دې چې د دغه قانون د ځينو برخو سره موافق دى او هغه د خلکو په گټه بولي، خو وايي چې حکومت ته نه ښايي چې د خلکو په شخصي چارو کې هم لاسوهنه وکړي:

''د دغه وضعه شوي قانون عملي کول ډېر ستونزمن دي، او په دغه قانون کې د خلکو پر شخصي ژوند یو لړ محدودیتونه وضعه شوي دي، خلک یې په اسانۍ سره نه شي منلی.''

خو ځينې داسې کسان هم شته چې د دغه قانون له مسودې په کلکه ننگه کوي او وايي حکومت بايد د داسې يو قانون په جوړولو لاس پورې کړي چې له مخې يې ودونه په اسلامي او افغاني دودونو سره ترسره شي.

د افغانستان د عالمانو شورا غړى نعمت الله غفاري وايي چې اوسني ودونه له سره د افغاني دودونو او اسلامي شريعت سره اړخ نه لگوي:

''په دا ډول مراسمو کې اسلامي حجاب او محرمیت باید په پام کې ونیول شوي او خپلو ملي دودونو ته پام وشي، چې دا زموږ د ټولنې او وګړو لپاره ډېره ګټه لري. ''

په دې وروستيو کلونو کې هم په کابل او هم په ځينو نورو لويو ښارونو کې خلک ودونه په ډېره شانداره توگه لمانځي چې تر ډېره دغه چاره د ځينو کورنيو په منځ کې په يوې سيالۍ هم بدله شوې.

د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د عدليې وزارت وايي په پام کې و چې تېر کال افغان حکومت د دغه قانون مسوده بشپړه کړې وای.

دا رنگه په ودونو کې د زياتې گاڼې اخيستنه او ناويانو ته د زياتې بيې جامو اخيستل هم په يو دود بدله شوې ده چې ځينې بې وزله کورنۍ يې د اخيستلو توان په ځان کې نه ويني .

خو ښايي تر ډېره د دغه نوي قانون مسوده د ځينو کورنيو لپاره د هرکلي وړ وي ، خو هغه چې ډيرې پيسې لري او غواړي پخپلو ښاديو او ودونو کې زيات کسان او دوستان راوبولي هغوى ښايي په زړه پورې نه وي، بله دا چې په افغانستان کې که په کليو او بانډو کې د يوې مسالې لپاره په يو نظر کتل کېږي نو دغه څه بيا په ښارونو کې توپير کوي، دلته بيا دودونه او د خلکو ناستې پاستې او جامې سره بدلې دي.

ورته مطالب