کندهار: د لاریون په منځ کې چاودنې یو کس وواژۀ

د کندهار لاریون د انځور حقوق BBCPashto.com
Image caption د شنبې پر ورځ د کندهار په تاوتریخجن لاریون کې ۱۶ کسان ووژل شول .

د افغانستان په کندهار ولایت کې د دویمې ورځې په تاوتریخجن لاریون کې دوه کسان وژل شوي دي.

د کندهار ولایت مخې ته د لاریون کوونکو په منځ کې چاودنې لږترلږه یو کس وژلی او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.

قهرېدلو لاریون کوونکو پر یو شمېر ملکي ش منیو بریدونه کول، چې د پولیسو له ډزو سره مخامخ شول.

رپوټونه وايي تر دې په لاریون کې د ژوبلو شویو کسانو شمېر شاوخوا ۳۴ کسانو ته رسېږي.

لومړني رپوټونه وايي چاودنه د لاریون په منځ کې د غازو د هغې ډبې له کبله رامنځ ته شوې، چې ویل کېږي چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول. خو چارواکو په دې اړه کره او دقیق مالومات نه دي ورکړي.

پر همدې مهال په ختيځ ننګرهار ولایت کې هم د پوهنتون محصلینو لاریون کړی.

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم لاریون روان و، چې اوس یوڅه ارام شوی دی .

د کندهار د ولایتي شورا رییس احمد ولي کرزي یوې خبري ناستې ته پر چارواکو د تاوتریخوالي د مخنیوي غږ وکړي:

''لاریون د هرچا حق دی، خو د کندهار په لاریونونو کې وسله وال کسان یوځای شوي، چې حکومت یې باید مخه ونیسي. دوی غواړي چې د کندهار وضعیت ګډوډ کړي. ''

په کندهار کې د بي بي سي خبریال وايي د لاریون زیاتره ګډون وال چې د کندهار پوهنتون محصلین دي، عیدګاه ته څېرمه راغونډ شوي دي.

نوموړی وايي چې پولیسو پر لاریون کوونکو ډزې کړې او لاهم ډزې روانې دي.

دغه محصلین وايي چې سوله ییز لاریون به کوي.

تېره ورځ د کندهار والي توریالي ویسا خبریالانو ته وویل که چېرې دا ډول لاریونونو ته دوام ورکړل شي، له اړدوړ جوړوونکو لاریون کوکونکو سره به سخت چلند وشي.

بل خوا د دغه ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې هم خلک د لاریون لپاره راغونډ شوي دي .

خو د پنجوايي ولسوال وايي پولیس د لاریون کوونکو مخې ته ولېږلي، چې د هر راز ممکنه تاوتریخوالي مخه ونیسي .

د پنجوايي ځینې اوسېدونکو ویلي، چې قهرېدلو لاریون کوونکو ځينو ځایونو ته اور ورته کړی، چې په مقابل کې پولیسو پرې ډزې کړې دي.

عيني شاهدانو ویلي چې لاریون کوونکو د ځینو هټيو چترونه او پایې راغورځولې دي .

خو تر دم ګړۍ پورې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی .

تېره ورځ هم په دغه ولایت کې د قهرېدلو خلکو لاریون پر تاوتریخوالي واوښت، چې په لړ کې یې لږترلږه ۱۶ کسان ووژل شول او تر ۸۰ ډېر نور ټپیان شول .

د افغانستان په ځينو لویو ښارونو کې دغو لاریون کوونکو وروسته له هغه زور واخیست، چې کابو دوه اوونۍ وړاندې د امریکا په فلوريډا ایالت کې د یوې کلیسا پادري 'تيري جونز' د اسلام سپېڅلي کتاب قرآن کریم ته اور ورته کړ .

د تېرې جمعې پر ورځ د افغانستان په هرات او مزار شریف ښارونو کې هم زرګونه کسانو د قرآن کریم د سوځولو پرضد لاریون وکړ .

په مزار شریف ښار کې له لاریون څخه د ناوړه ګټې اخیستو په لړ کې د ملګرو ملتونو پرسیمه ییز دفتر برید وشو، چې په لړ کې یې د اوو بهرنیو کارکوونکو په ګډون ۱‍۴ کسان ووژل شول .

افغان چارواکي وايي چې د بلوا جوړونې په تور یې په مزار شریف ې ۲۷ شکمن کسان نیولي دي .

تیري جونز پادري

د تېر ۲۰۱۰ کال په سپتمبر کې د امریکا د فلوريډا ایالت د یوې کلیسا پادري 'تیري جونز' د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم د سوځولو هوډ وکړ.

سپينې ماڼۍ د دغه پادري پر دې کار اندېښنه ښودلې وه.

Image caption د قرآن کريم د سوځولو په تړاو د یو شمېر اروپايي هېوادونو په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو لاریونونه وکړل .

تیري جونز ویلي چې د سپتمبر پر ۱۱مه به د مسلمانانو د سپېڅلي کتاب قرآن کریم یوه یا څو نسخې سوځوي.

د کلیسا د دې خبر پر وړاندې د یو شمېر لوېديځو هېوادونو په ګډون په ګڼو اسلامي هېوادونو کې سخت غبرګونونه وښودل شول او لاریونونه وشول.

د هغه مهال د سپینې ماڼۍ ویاند رابرټ ګېبس ویلي ول چې: "دا کار زموږ ځواکونه له ګواښ سره مخامخوي، دې ته هر راز فعالیت زموږ ځواکونه او زموږ اداره له ستونزو سره مخامخ کوي."

همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د قرآن سوځولو په تړاو ویلي ول چې "دا کار له امریکايي ارزښتونو سره مخالفت دی."

بیا وروسته د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې يو شمېر مسلمان، مسيحي او یهودي دیني مشران راغونډ شوي ول، چې په دې وروستیو کې د اسلام او مسلمانانو پرضد کړنې وڅېړي.

ګډونوالو ټينګار کاوه، چې پر اسلام هر راز تېری او سپکاوی پر نورو دینونو د تېري په مانا دی.

د کلیسا دا نوی غبرګون وروسته له هغه په ډاګه وشو، چې په افغانستان کې د نړیوال او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي چې دا کار به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پروړاندې ستونزې راوټوکوي.

پيټرېیاس ويلي ول: " د دې کلیسا پادري نه یوازې په کابل، بلکې په ګرده نړۍ کې موږ ته ستونزې راپیدا کوي."

Image caption د ویلو ده چې یادې شوې کلیسا وړم کال هم دې ته ورته يو لړ کمیسونه راویستل، چې پرې لیکل شوي ول "اسلام د شيطان دین دی."

نوموړي دا هم ويلي چې "له دې کار څخه طالبان ګټه اخلي او زموږ پروړاندې جدي ستونزې راټوکوي."

یادې شوې کلیسا پر خپله وېبپاڼه ليکلي له مسلمانانو کرکه نه لري، خو وايي چې "په دې ګام سره د اسلام له اعتقادي او ايدیالوژيکي اصولو سره خپله کرکه په ډاګه کوي."

د ویلو ده چې یادې شوې کلیسا وړم کال هم دې ته ورته يو لړ کمیسونه راویستل، چې پرې لیکل شوي ول "اسلام د شيطان دین دی."

ورته مطالب