ولسي جرګه په تېر کانکور کې د ناکامو محصلینو پاتې راتلل ارزوي

محصلین د انځور حقوق Getty
Image caption د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په وینا د ۱۳۹۰ لمریز کال د کانکور تر ازموینې وروسته ۴۱ زره زده کوونکي د هېواد عالي او نیمه عالي پوهنتونونو ته جذب شوي خو شاوخوا ۷۵ زره نور له دې زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

د افغانستان ولسي جرګې د هغو ۷۰ زره زده کوونکو د ستونزو د ارزولو لپاره چې د کانکور په ازموینې کې بې نتیجې پاتې شوي، یو کمېسیون ټاکلی دی.

دغه کمېسیون به د لوړو زده کړو د وزارت د چارواکو په مرسته دغه ستونزې وارزوي .

دا پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې نن ولسي جرګې د لوړو زده کړو د وزارت مرستیال ورغوښتی وو خو د هغه څرګندونې د استازو لپاره د قناعت وړ نه وې.

د تېر کال د کانکور ازموینې په پایله کې څه د پاسه ۷۰۰ زره زده کوونکي بې نتیجې پاتې شول چې هغوی په پرله پسې ډول دغه ستونزه له پارلمان سره شریکه او ددې لامل شوه چې د لوړو زده مرستیال وزیر محمد عثمان بابري او د امتحاناتو د کمېټې مشر صدیق بری د پوښتنو لپاره ولسي جرګې وروغوښتل شي .

د ولسي جرګې یوه اساسي پوښتنه دا وه چې ولي هر کال د کانکور د ازموینې په پایله کې د بې نتیجې زده کوونکو شمېر ډېرېږي .

Image caption د ولسي جرګې یوه اساسي پوښتنه دا وه چې ولي هر کال د کانکور د ازموینې په پایله کې د بې نتیجې زده کوونکو شمېر ډېرېږي .

د امتحاناتو د کمېټې مشر صدیق بري د تېر کانکور په ازمویني کې د درغلیو خبره رد کړه او د تېر کال د ازمویني د بې نتیجو زده کوونکو د ډېروالي دلیل یې د پوهنځیو د انتخاب په برخه کې د هغو تېرونې په ګوته کړې .

دی وايي:'' پر دې موضوع د څو ساعته خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې ددغو ستونزو د ارزونې په موخه به د ولسي جرګې د غړو او د لوړو زده کړو د وزارت له استازو جوړ یو کمېسیون وټاکل شي.''

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په وینا د ۱۳۹۰ لمریز کال د کانکور تر ازموینې وروسته ۴۱ زره زده کوونکي د هېواد عالي او نیمه عالي پوهنتونونو ته جذب شوي خو شاوخوا ۷۵ زره نور له دې زده کړو بې برخې پاتې شوي دي.

ورته مطالب