لودین نورو وزیرانو ته د فساد په تړاو د دوسیو جوړولو خبر ورکړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلی لودین
Image caption عزیزالله لودین دغه مالومات بي بي سي ته پر هماغه ورځ ورکول چې ولسي جرګې له مرستیال لوی څارنوال سره په ګډه د استجواب لپاره ورغوښتی و.

له فساد سره د مبارزې نوي مشر نورو وزیرانو او مشرانو ته د دوسیې جوړولو خبر ورکړی دی.

عزیزالله لودین وویل دغه دوسیې چې پنځه کاله پرې تېر شوي، پر ځینو وزیرانو او نورو جګپوړو چاروکو د فساد تورونه لري چې په دوو اوونیو کې به څارنوالۍ ته واستول شي.

ښاغلي لودین ونه ویل چې په دومره اوږده موده کې د دغو دوسیو د نه څېړنې علت څه و، خو ژمنه یې وکړه چې پر ژر پرېکړې به یې اوس څار کوي.

عزیزالله لودین دغه مالومات بي بي سي ته پر هماغه ورځ ورکول چې ولسي جرګې له مرستیال لوی څارنوال سره په ګډه د استجواب لپاره ورغوښتی و.

له دوی نه د هغه مرستیال وزیر د قضیې پوښتنه هم وشوه چې وکیلان وايي محکمې پرې د فساد په تور د پنځو کلونو بند سزا خېژولې، خو لاهم ازاد ګرځي او پر خپلې څوکۍ دی.

عزیزالله لودین چې یوځل بیا په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې د ادارې مشر ټاکل شوی، زموږ له همکار حامد حليمي سره د فساد د مخنيوي پر تګلارو مرکه درلوده .

ورته مطالب