'هره میاشت د ماینونو له کبله ۴۰ کسان زیان ویني'

.
Image caption ماين هم د توپو او توپکو په څېر د جګړې وسله ده او د افغانستان په ډېرو سيمو کې دا مهال جګړې روانې دي چې ماينونو هم پکې کارول کېږي .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماين پاکۍ چارواکي وايي اوس هم په دغه هېواد کې هره مياشت تر ۴۰ ډېر کسان د ماينونو او ناچاودو توکو په چاودونو کې زيان ويني.

په افغانستان کې ډېر ماينونه د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او له هغه را وروسته کورنيو جګړو په پېر کې خښ شوي، خو د ماين پاکۍ يو شمېر موسسې وايي اوس هم د جګړو په سيمو کې نوي ماينونه اېښودل کېږي.

د شمېرو له مخې دا مهال افغانستان د هغو ټولو هېوادونو په سر کې دی چې د ماينونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخامخ دي . امان الله د ماين د قربانيانو له ډلې څخه يو دی چې تاسې ته يې د هغه څه کيسه وکړه چې د کونړ ولايت د سره کاڼو ولسوالۍ په بازار کې پرې تېر شوي ول . خو دده په څېر لسګونه نور کسان هره ورځ د ماين او ناچاودو توکو له پېښو سره مخامخ کېږي .

ماينونه او ناچاودې توکي په تېرو څه باندې دوو لسيزو کې په افغانستان کې جدي ګواښ بلل کېږي چې شاوخوا يو ميليون کسان يې زيانمن کړي دي.

د ماينونو اېښودلو دود پر افغانستان باندې د پخواني شوروي اتحاد له يرغل او پر وړاندې يې د پخوانيو مجاهدينو له جګړو څخه راپيل شو. هغه د جګړې يوه مهمه وسيله ځمکني ماينونه ول چې د جګړې دواړو لورو په خلاص مټ کارول.

که څه هم په تېرو څو کلونو کې د ماينونو د پاکولو لپاره يو لړ هڅې شوې، خو ملګري ملتونه لا هم ماينونه د افغانانو ژوند ته جدي ګواښ ګڼي.

د افغانستان لپاره د ماين پاکۍ د پروګرام د همغږۍ مشر محمد حيدر رضا وايي هره مياشت په منځني ډول تر څلوېښت زيات کسان د ماينونو او ناچاودو توکو له کبله زيان ويني :

((دا مهال چې موږ خبرې سره کوو له بده مرغه په منځني ډول هره مياشت لږ و ډېر څلوېښت تنه د ماين او ناچاودو توکو له امله زيان ويني. دا شمېره که څه هم د درې کاله مخکې په پرتله کمه ده ، چې هغه مهال به هره مياشت څه باندې يو نيم سل کسان د ماينونو او ناچاودو توکو له اړخه زيانمنېدل، خو بيا هم دا داسې يوه شمېره ده چې له کبله يې افغانستان د ټولو هغو هېوادونو په سر کې ځای لري چې دا مهال د ماينونو له کبله زيان ويني.))

ماين هم د توپو او توپکو په څېر د جګړې وسله ده او د افغانستان په ډېرو سيمو کې دا مهال جګړې روانې دي چې ماينونو هم پکې کارول کېږي .

د ايم ډي سي په نوم د ماين پاکولو د يوې موسسې مشر شهاب حکيمي وايي همدا اوس په افغانستان کې شاوخوا شپږ نيم سوه کليومتره مربع ساحه تثبيت شوې چې ماينونه پکې خښ دي .

په دغو ساحو کې يوازې د پخواني شوروي اتحاد د يرغل او له هغه راوروسته کورنيو جګړو د کلونو ماينونه نه دي پاتې بلکې نوي هم پکې اېښودل کېږي .

ښاغلی حکيمي وايي په نويو ماينونو کې يو شلخي ماينونه دي چې د امونيم نايتريت کېميايي سره او باروت پکې کاروي او په کورونو کې يې په لاس جوړوي او بل هغه ماينونه دي چې په نورو هېوادونو کې يې کمپنۍ جوړوي.

افغان دولت هم ماينونه د افغانانو د ژوند لپاره جدي ګواښ بولي.

د انځور حقوق BBC World Service
Image caption د شمېرو له مخې دا مهال افغانستان د هغو ټولو هېوادونو په سر کې دی چې د ماينونو او ناچاودو توکو له ګواښ سره مخامخ دي .

خو پر دې سربېره د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيره امينه افضلي خوښي ښيي چې د ماينونو له کبله اوښتونکي زيانونه کم شوي دي: (( له بده مرغه اوس هم په روانو شخړو او جګړو کې کله نا کله، د ځان د دفاع لپاره ماينونه کارول کېږي. خو د انتقالي دولت له جوړېدو څخه تر اوسه پورې د نړيوالې ټولنې په مرسته، د ماينونو د پاکولو مساله د افغان دولت په لومړيتوبونو کې ده . هغه شمېرې چې دلته يادې شوې، له نېکه مرغه ښيي چې د ماينونو له کبله په اوښتونکو زيانونو کې ډېر کمښت راغلی دی او په افغانستان کې ډېرې زياتې سيمې له ماينونو څخه پاکې شوې دي. ))

که څه هم دا مهال د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې وسلوالې شخړې او نښتې روانې دي خو افغانستان بيا هم د ټولو هغو هېوادونو په سر کې راځي چې په جګړو کې يې ماينونه کارول کېږي.

د ماين پاکۍ موسسې د افغان جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې نور ماينونه ونه کاروي.