د افغانستان یوه سرحدي پولیس د ناټو ۲ سرتېري ووژل

تېر کال یوه افغان سرتېري پنځه برتانوي سرتېري په ډزو ووژل .
Image caption تېر کال یوه افغان سرتېري پنځه برتانوي سرتېري په ډزو ووژل .

افغان چارواکي وايي د هېواد په شمالي فاریاب ولایت کې د سرحدي پولیسو په جامو کې یوه سړي د ناټو دوه سرتېري په ډزو وژلي دي .

ناټو ځواکونو ویلي چې د دې پېښې په اړه پلټنه کوي.

رپوټونه وايي برید کوونکی تر برید وروسته له خپلې پوستې تښتېدلی دی.

تر دې وړاندې هم افغان پولیسو پر بهرنیو سرتېرو د وسله راړولې او وژلي يې دي.

د تېر کال په نومبر میاشت کې د افغانستان یوه سرحدي پولیس یو امریکایی سرتېری هغه مهال په ډزو وواژه، چې افغان پولیسو ته یې روزنه ورکوله.

په فاریاب ولایت کې د دغې پېښې په تړاو ویل کېږي چې د ناټو سرتېري له سرحدي پولیسو سره د یوې ناستې لپاره هلته روان ول، چې د پوستې له برج څخه یوه وسله وال پرې برید وکړ.

په پام کې ده چې په لومړي پړاو کې له بهرنیو ځواکونو افغان هغو ته د اوو سیمو امنيتي چارې وسپارل شي.

وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي ويلي ول چې د راتلونکې سرطان/چنګاښ په میاشت کې به د هېواد د اوو سیمو امنيتي چارو افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

تر دې مهاله د افغان امنيتي ځواکونو شمېر تر شپږ ویشتو زرو اوړي، چې له دې څخه تر یو سل او شپېتو زرو ډېر یې تېر کال د افغان امنيتي ځواکونو لیکو ته جذب شوي ول.

په افغانستان کې د ناټو دوه اصلي غړي هېوادونه امریکا او برتانیا د افغان پولیسو پر روزنه میلیاردونه ډالر لګوي.

تېر کال یوه افغان سرتېري پنځه برتانوي سرتېري په ډزو ووژل .

ورته مطالب