په کابل کې د ښځينه فوټبال سیالۍ

په کابل کې د افغان ښځو د فوټبال د ملي لوبډلې او د ايساف د ښځو د فوټبال لوبډلې ترمنځ لوبه مساوي پای ته ورسېده.

له هڅو سره سره هېڅ يو لوری هم ونه توانېده چې د بلې ډلې د ګول دروازه ور خلاصه کړي.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د دغې لوبې هدف د هېواد د ښځو د لوبډلې د وړتياوو ارزونه او له ایساف سره دوستي ښيي.

دا دویم ځل دی چې دواړه لوبډلې يو له بل سره سيالي کوي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .