کامیرون له اسلام اباد سره د اړیکو پر یوه نوي پړاو غږېږي

د انځور حقوق AFP
Image caption په پام کې ده چې نن به ښاغلی کامیرون په اسلام اباد کې د ناسم پوهاوي له کبله د اسلام اباد او لندن د خوابدۍ د لیرې کولو په تړاو خبرې وکړي.

د برتانيا لومړى وزير ډېوېډ کاميرون پاکستان ته پر سفر تللى او غواړي چې له هغه هېواد سره د اړيکو په يوه نوي پړاو وغږېږي چې ٩ مياشتې وړاندې د ځينو مسایلو پر سر ساړه شوي دي .

د بي بي سي خبريال جېمز لنډل چې له ښاغلي کاميرون سره په دې سفر کې دى، وايي چې ښکاري لاهم د لندن او اسلام ترمنځ تر اوسه د امنيتي مسایلو پر سر يو څه زړه بدوالى شته .

خو ښاغلى کاميرون به په دې سفر کې روښانه کړي چې اوس د تېر مهال د ناسم پوهاوى د له منځه وړلو وخت دى .

تېر کال ښاغلي کامیرون پر پاکستان غږ کړی و چې نورې نړۍ ته ترهګرۍ صادره نه کړي.

نوموړي دا څرګندونې هند ته د خپل سفر پرمهال کړې وې.

په هند کې د برتانیا لومړي وزير ډېوېډ کاميرون ويلي ول چې په وينا به پاکستان پرنږدي چې "نورې نړۍ ته ترهګري صادره کړي. "

په پام کې ده چې نن به ښاغلی کامیرون په اسلام اباد کې د ناسم پوهاوي له کبله د اسلام اباد او لندن د خوابدۍ د لیرې کولو په تړاو خبرې وکړي.

دا د برتانیا د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدا وروسته پاکستان ته د ښاغلي کامیرون لومړی سفر دی.

د برتانیا لومړی وزیر به له پاکستاني چاروکو سره د سوداګرۍ او تعليم پر اړوندو مسایلو وغږېږي.

د پاکستان او برتانیا ترمنځ اړيکي وروسته له هغه ترینګلي شول، چې ښاغلي کامیرون هندوستان ته د سفر پرمهال ویلي ول چې پاکستان باید په خپله خاوره کې سخت دريځي عناصر د هندوستان او افغانستان په ګډون نورې نړۍ ته د ترهګرۍ د صادرولو ته پرېنږدي.

له ښاغلي کامیرون سره د بي بي سي یو خبریال وايي کامبرون به تر ډېره په دې سفر کې د پاکستان او برتانیا ترمنځ د اړیکو پر رغولو وغږېږي.

زموږ خبریال وايي ''د کامیرون او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو اصلي موضوع به په کور د ننه، افغانستان او پاکستان کې له ترهګرۍ سره د نوي امنیتي تدبیرونو د رامنځ ته کولو پر خبرو راټوله وي.''

له هغه سره يو لوړ پوړى پلاوى چې پکې د برتانيا د استخباراتي ادارې ام اى سېکس مشر او د پوځ مشر ډېوېډ ريچرډز ملگري دي.

ورته مطالب