دېمېستورا: د قرآن سوځونې په تړاو د کرزي وینا احساساتي وه

ښاغلی دېمېستورا
Image caption ښاغلي دېمېستورا وویل چې د مزارشریف پېښې سخت خواشنی او هېښ کړی دی.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي سټيفن ډيميسټورا د قرآن شريف د سوځېدنې په تړاو د افغان ولسمشر حامد کرزي اعلاميه احساساتي بللې .

ښاغلي ډيميسټورا وويل چې په ورته موضوع د خلکو د غبرگون ورته هيله کېده، خو ويې ويل چې افغان پوليسو بايد د تاوتريخوالي د پيښېدو مخه نيولې واى .

له بي بي سي سره په خبرو کې ښاغلي ډيمسټورا وويل چې ولسمشر حامد کرزي په امريکا کې د يوه عيسوي پادري لخوا د قرآن کريم د سوځېدنې د پېښې دغندلو په تړاو دغه ډول اعلاميه ښه ارزولې وای چې کېداى شي هره کليمه يې اور بل کړي:

''د اوس لپاره زه فکر کوم چې ولسمشر حامد کرزي په احساساتي ډول هغه څه ته غبرګون ښودلی چې له بده مرغه دی ځوروي. هغه تر یوه ځل ډېر دا کار ترسره کړ.

هغه څه چې ولسمشر کرزي کړي وای، دا دي کله چې دا پېښه په دې ډول غندي، باید خپله وینا یا اعلامیه وارزوي چې هره کلیمه یې کېدای شي اور ته لمن ووهي. ''

ښاغلي دېمېستورا وویل افغانستان یوه دودیزه مذهبي ټولنه ده چې اوسېدونکي یې د اسلامي ارزښتونو په اړه ډېر حساس دي او هره کوچنۍ تېروتنه په دې برخه کې سترې ستونزې راپارولی شي.

خو د ملګرو ملتونو استازي د امریکا په فلوريډا ایالت کې قرآن سوځوونکی پادري هم ملامت کړ ، چې په خپل دې کار سره یې نه یوازې په افغانستان کې د مسلمانان غصه راوپاروله، بلکې دلته د بوختو شاوخوا دوه سوه زره بهرنیانو ژوند یې هم له ګواښ سره مخامخ کړ:

''دغه کس چې قرآن پاک یې سوځولی، ډېر بد کار یې کړی دی، ځکه چې هغه باید پوی شوای وای چې دا مساله په نړۍ کې څومره حساسیت راپارولی شي. او په دې هم باید پوی شوی وای چې دا کار یې به افغانستان کې د بوختو ۱۸۰ زره پوځي او ملکي بهرنیانو ژوند له ګواښ سره مخامخوي، پر همدې مهال زه افغانان نه ګرموم، خو د اکار دا نه توجیه کوي. افغان پولیسو باید دغه خلک تاوتریخوالي ته نه وای پرېښي. ''

Image caption ښاغلي دېمېستورا وويل چې په مزار شريف کې د ملگرو ملتونو د ٧ تنو مړي هم کابل ته رالېږدول شوي دي.

له ښاغلي دېمېستورا څخه وپوښتل شول، چې ایا د مذهبي او ديني حساسو مسایلو په اړه ولې تل په افغانستان کې دا ډول غبرګون ښودل کېږي، نوموړي وویل:

''زه ورته ځواب نه لرم، ما تېره ورځ هم کله چې له خپلو وژل شویو همکارانو سره راتلم، په دې اړه ډېر فکر وکړ او دا داسې پوښتنه ده چې موږ یې باید له خپله ځانه وپوښتو.''

ورته مطالب