ستاسې غږ: د ودونو لګښتونه څرنګه کمېدای شي؟

واده

ډېريو او په تېر ه بيا ځوانانو د دغه ډول يوه قانون د رامنځ ته کېدو هرکلى کړى، خو ځينو نورو بيا دا، د خلکو په شخصي ژوند کې تېرى او د خپلو دودنو خلاف گڼلى دى.

د افغانستان د عدليې وزارت وايي دداسې قانون پر مسوده يې کار پيل کړى چې له مخې يې په ودونو کې لگښتونه کم شي .

د قانون ددې مسودې پر بنسټ، هوټلونو کې د ودونود ميلمنو شمېر بايد تر ۳۰۰ پورې وي او يوازې يو ډو ل خواړه دې برابر شي چې بيه يې تر ۲۵۰ افغانيو پورته نه شي .

خو اوس ودونه خورا شانداره او لگښتونه يې ډېر لوړ دي او د کورنيو ترمنځ د سيالۍ يوه مساله گرځېدلې ده .

پر دې سربېره، قانون وايي چې هوټلونو کې دې د نارينه او ښځينه مېلمنو سالونونه جلا وي او د ناوې جامې بايد له اسلامي او افغاني دودونو سره سمې وي .

ډېريو او په تېر ه بيا ځوانانو د دغه ډول يوه قانون د رامنځ ته کېدو هرکلى کړى، خو ځينو نورو بيا دا، د خلکو په شخصي ژوند کې تېرى او د خپلو دودنو خلاف گڼلى دى.

تاسو په ودونو کې د لگښتونو د کمېدو کومې لارې چارې گورئ او فکر کوﺉ چې ددغه ډول يوه قانون رامنځ ته کېده به له دغې چارې سره مرسته وکړي؟

که غواړﺉ چې په دې اړه خپلې شخصي تجربې، پوښتنې او نظريې له موږ سره شريکې کړي، نو د پنجشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې پر دې شمېره راته تيلفون وکړﺉ:

٠٠٤٤٢٠٧٨٣٦٠٣٣١

دارنگه په دې پته برېښناليک هم استولى شئ:


PASHTO@ BBC.CO.UK

له موږ سره اړيکه ټينگه کړئ

* اړينې برخې په نخښه کوي

(تيلې فون شميره)

ستاسو شخصي معلومات به يوازې د دې غوښتنې د پوره کولو لپاره کاريږي

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .