افغان خبريالان لا هم تر فشار لاندې دي

اجمل نقشبندي
Image caption اجمل نقشبندي په ۲۰۰۶ کال کې وسله والو کسانو تر نيولو وروسته وواژه.

نن د افغان خبريال اجمل نقشبندي تلين دى. نوموړى پوره پنځه کاله مخکې په هلمند کې ونيول شو او وروسته ووژل شو.

افغان خبريالان اوس هم وايي چې د افغانستان په جلا جلا سيمو کې له راز راز ستونزو سره لاس او گريوان دي.

افغانستان حکومت د رسنيو پرمختگ د خپل لس کلن بهير له څو سترو لاس ته راوړنو گڼي، وايي د رسنيو شمير ډير شو او د مطبوعاتو د قانون په رڼا کې په پرانستې مټ خپلې رسنيزې چارې تر سره کوي،چې ښايي د ځينو پر باور دا خبره تر يوۀ ځايه د تاييد وړ وي.

خو افغان خبريالان وايي دوى لا هم له راز راز ستونزو سره مخامخ دي، دوی وايي فشار پرې راوستل کيږي چې د جگړې د ښکيلو غاړو خبرونه بايد هسې خپاره کړي چې دغه غاړې يې هيله لري.

خبريالان وايي که دغه راز فرمايشونه ومني د مسلک له غوښتنو سره يې ټکر کوي او که نه يې مني له دواړو غاړو گواښل کيږي.

Image caption د دريو کلونو په تېرېدو لا هم د عبدالصمد روحاني وژونکي نه دي مالوم.

د سويلي اسيا د خبريالانو د دفاع ټولنې سفما هم په خپل يوه راپور کې ويلي دي چې د جگړې ښکيلې غاړې کله کله د خبريالانو د لارې خنډ گرځي.

د دغې ټولنې په وروستي راپور کې راغلي دي چې په ٢٠١٠ ميلادي کال کې يې له خبريالانو سره د تاو تريخوالي ۸۵ داسې پيښې ثبت کړي چې د سفما په وينا دغه تاوتريخوالي تر ډيره د افغان او بهرنيو ځواکونو له خوا تر سره شوي دي.

راپور کاږي تېر کال درې تنه افغان خبريالان وژل شوي او نهه تنه نور د بهرنيو ځواکونو له خوا نيول شوي وو.

راپور وايي د حکومت وسلوالو مخالفانو هم تېر کال درې تنه خبريالان تښتولي وو او ښايي همدا يې لامل وي چې د ليکوالو او خبريالانو ټولنې د افغان خبريالانو د ستونزو د يادولو پر مهال امنيتي نه خونديتوب د ټولو په سر کې يادوي.

د افغانستان د خبريالانو د ملي اتحاديي په نامه د يوې ټولنې مشر عبدالحميد مبارز حکومت پړ بولي چې خبريالان گواښي او کوم خبريالان چې وژل شوي د هغوى دوسيې يې نه دي سپينې کړي.

د انځور حقوق BBCPersian.com
Image caption په ډېرو هېوادونو کې د وژل شويو کسانو قاتلين نه په ډاګه کيږي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزير سيد مخدوم رهين وايي افغان چارواکي او ځواکونه له خبريالانو سره تاوتريخوالى نه کوي.

دی وايي دا چې د وژل شويو خبريالانو وژونکي نه دي نيول شوي، نو په وينا يې په نړۍ کې د گڼو وژل شويو کسانو وژونکي نه دي په ډاگه شوي او که په ډاگه کيږي وخت ته اړتيا لري.

کتونکي په دې باور دی چې که په افغانستان کې د رسنيو شمير په پام کې وي نو اړين مسلکي کسان هم نشته چې د ځينو خبريالانو نامسلکي چلند هم کله کله ددې لامل کيږي چې له بيلابيلو لوريو نه خبريالانو ته ستونزې پيدا شي.

په هر حال د سفما په نامه د خبريالانو يوې ټولنې په خپل وروستي راپور کې ويلي دي چې د وړم کال په پرتله تير کال له خبريالانو سره د تاو تريخوالي کچه له شلو نه تر ديرش سلنې پورې ښکته شوې ده.

ورته مطالب