ناټو: القاعده په ختيځ کې د پټېدو ځای نه لري

ناټو بېرغ
Image caption القاعده او طالبانو ته پخوانی زور نه دی ورپاتې.

په افغانستان کې ناټو ځواکونو هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکې طالبان او القاعده يو ځل بيا د افغانستان په ختيځو سيمو کې خپلې ځالې جوړوي.

په افغانستان کې د ناټوه يوه چارواکي خبري رسنيو ته وويل چې القاعده په افغانستان کې کمزورې شوې او پخوانی زور نه دی ورپاتې.

ده زیاته کړه چې القاعده به د خپلو روزنیزو کمپونو د جوړولو لپاره د نورو لارو چارو د موندلو هڅه وکړي، خو وايي دغه شبکه په دې ښه خبره ده چې آيساف سيمه له نژدې څاري او په منظم ډول په دا ډول کمپونو پسې ګرځي.

تر دې دمخه د والسټريټ ژورنال په یوه مقاله کې راغلي وو چې القاعده د افغانستان له ختيځو سيمو نه د امريکايي ځواکونو له وتلو ګټه پورته کوي، او له څو کلونو وروسته يو ځلې بيا سيمې ته ورستنېږي.

ويل کېږي چې په تېرو څو مياشتو کې ايتلافي ځواکونو د القاعده او طالبانو جګپوړي مشران يا خو وژلي او يا یې هم د عملياتو پر مهال ژوندی نیولي دي.

دغه رپوټونه وروسته له هغه په رسنيو کې خپاره شول چې امريکايي ځواکونو د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې يو څو پوځي اډې له پخوانيو ځايونو بېځايه کړې.

ورته مطالب