ناټو: د تېرو کلونو په پرتله د افغانستان وضعیت ښه شوی

مارک سېډوېل
Image caption مارک سېډوېل چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د برتانېې د سفير په توګه کابل ته راغی د ۲۰۱۰ کال په لومړيو کې د ناټو د ملکي استازي په توګه وګمارل شو.

په افغانستان کې ناټو چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله وضعيت ښه شوی دی.

ناټو وايي دوه کاله وړاندې د افغانستان د راتلونکې په اړه د نړيوالې ټولنې او افغانانو په منځ کې اندېښنې زياتې وې، خو په وينا يې اوس په بېلا بېلو برخو کې پرمختګونه شوي دي.

خو دوی ګواښنه کوي چې دغه پرمختګونه ماتېدونکي دي.

ناټو تر ۲۰۱۴ کال پورې له بهرنيو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيت سپارل د دغو پرمختګونو يوه مهمه بېلګه بولي.

په عین حال کې د ناټو د ملکي استازي مارک سېډوېل دنده پای ته رسېدلې او پر ځای يې يو برتانوی دپلومات سايمن ګاس دغې څوکۍ ته غوره شوی دی.

په داسې حال کې چې د افغانستان په ځېنو سيمو کې وسله والو مخالفينو خپلو فعاليتونو ته زور ورکړی، په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه دغلته د وضعيت د ښه کېدو خبر ورکوي.

د ناټو په خبره په وروستيو دوو کلونو کې په افغانستان کې مهم پرمختګونه شوي چې په باور يې دغه پرمختګونه په ځان د افغانستان له بسيا کېدو سره مرسته کولی شي.

مارک سېډوېل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې يې په افغانستان کې د برتانيا د سفير او د ناټو د ملکي استازي په توګه دنده تر سره کوله وايي ، دوه کاله وړاندې د افغانستان وضعيت د اندېښنې وړ وو او دغلته نړېواله ټولنه د ناکامۍ په لور رهي وه.

''دوه کاله وړاندې چې زه افغانستان ته راغلم ، موږ د ناکامۍ په لور روان وو. اورپکو د چارو نوښت په خپل لاس کې اخيستی وو او موږ نه شو کولی چې مخه يې ونیسو. د افغانستان خلک او د ټلوالې د غړو اوسيدونکي اندېښمن وو او په دې فکر وو چې څنګه له افغانستان نه ووځي.''

ښاغلي سېډوېل زياته کړه ، که څه هم په افغانستان کې د پام وړ پرمختګونه شوي ، خو په وينا يې د نه پام په صورت کې ښايي دغه پرمختګونه مات او يا هم زيان وويني.

Image caption ډېوېډ پيټرېیاس: ''هغه وخت چې مارک سېډوېل په ۲۰۱۰ کال کې مسووليت پر غاړه واخيست ، د نړېوالې ټولنې او افغانستان په منځ کې جدي اندېښنې وې او ژوند ستونزمن کېده.''

ده له بهرنيو ځواکونو نه افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د لېږد لپاره ۲۰۱۴ کال يوه لويه لاسته راوړنه وبلله. دغه پرېکړه تېر کال په لېزبن کې د ناټو غړو هېوادونو په سرمشريزه کې وشوه.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو مشر قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس چې د ښاغلي سېډوېل د کاري دورې د پای ته رسېدو په مراسمو کې يې خبرې کولې اوسني پرمختګونه يې د ښاغلي سېډوېل د کار او هڅو پايله وبلله: ''هغه وخت چې مارک سېډوېل په ۲۰۱۰ کال کې مسووليت پر غاړه واخيست ، د نړېوالې ټولنې او افغانستان په منځ کې جدي اندېښنې وې او ژوند ستونزمن کېده.

خو نړيوالې ټولنې پرېکړه وکړه چې د دغه ماموريت د پرمخ بېولو لپاره پر خپلو ژمنو ودريږي. اوس د مارک سېډوېل د اسثنايي د پلوماتيکې مشرۍ او کار په پايله کې زموږ ايتلاف له بل هر وخت نه ستر او پياوړی شوی دی.''

مارک سېډوېل چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د برتانېې د سفير په توګه کابل ته راغی د ۲۰۱۰ کال په لومړيو کې د ناټو د ملکي استازي په توګه وګمارل شو.

اوس ساېمن ګاس د ده پر ځای د ناټو د نوي ملکي استازي دندې ته غوره شوی دی.

ويل کيږي چې وروسته له دې به ښاغلی سېډوېل د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانيې د ځانګړي استازي په توګه دنده تر سره کوي.

ورته مطالب