خصوصي شرکتونو ته د 'ایسا' خبرداری

ایسا
Image caption د افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکي هم دا مني چې يو شمېر شرکتونو خپل جوازونه نه دي نوي کړي .

د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره يا ايسا په دغه هېواد کې تر زرو زياتو شرکتونو ته خبرداری ورکړی، چې که خپل جوازونه نوي نه کړي، نو قانوني چلند به ورسره وکړي.

ددغې ادارې چارواکي وايي هغه شرکتونه چې جوازونه يې نه دي نوي کړي، ۲۸ په سلو کې يې بهرني شرکتونه دي.

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ د خونو چارواکي وايي د جواز د نه نوي کولو لوی لامل، ناوړه امنيتي حالت او په حکومت کې دننه د پانګونې پر وړاندې اداري ستونزې دي.

په افغانستان کې د پانګونې د ملاتړ اداره يا ايسا وايي شاوخوا يو نيم زر کورنيو او بهرنيو شرکتونو سږ کال خپل جوازونه نه دي نوي کړي .

د ايسا مشر نورالله دلاوري له بي بي سي په خبرو کې دغو شرکتونو ته خبرداری ورکړ، چې خپل کاري جوازونه نوي نه کړي، نو د ماليې وزارت ته به يې ور وپېژني او قانوني چلند به ورسره وکړي.

ښاغلي دلاوري وويل ډېری دغو شرکتونو په رغنيزو او لوجيستکي چارو کې جوازونه اخيستي ول، خو زياتو له دوو کلونو راهيسې يې خپل جوازونه نه دي نوي کړي.

نوموړي زياته کړه تېر کال په افغانستان کې د پانګونې کچه شپږ په سلو کې راټيټه شوې ده چې دده په وينا لامل يې د قراردادونو بشپړېدل او امنيتي ستونزې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونو چارواکي هم دا مني چې يو شمېر شرکتونو خپل جوازونه نه دي نوي کړي .

د سوداګرۍ د خونو يو چارواکی محمدقربان حقجو ددې کار لوی لامل پر امنيتي ستونزو سربېره، په حکومتي ادارو کې فساد بولي:

'' د پور او ځمکې اخيستل، د ماشينونو راوړل او د مسلکي خلکو ګمارل دا په حقيقت د جواز اخيستلو بهير بشپړوي . خو په افغانستان کې د امکاناتو د نشتوالي له کبله ، په ځانګړي ډول د نا امنۍ، د پورونو د نه ورکولو ، د ماشينونو د نشتوالي او د فساد له کبله سوداګر زړه نه ښه کوي چې پانګونه وکړي.دا هم د اقتصادي ودې پر وړاندې خنډ جوړېږي او هم د جواز اخيستلو په برخه کې ډېره اغېزه لري .

دا ټول ددې لامل ګرځېدلي چې سوداګر هغه جوازونه بېرته نوي نه کړي چې يو کال مخکې يې اخيستي ول.''

د ايسا دمعلوماتو له مخې دا مهال په افغانستان کې شاوخوا يو ويشت زره شرکتونه فعال دي چې د پانګونې کچه يې پېنځه سوه ميليونه ډالرو ته رسي.

ورته مطالب