په خوست کې د ناقانونه ودانیو جوړېدل په چټکۍ دوم لري

د زيانمنو كورونو خاوندان پر ځايي ښار والۍ پړه وراچوي چې د جوړېدونكو ودانيو بهير نه كنټرولوي .
Image caption په سيمه كې كتونكي په دې اند دي چې د يادې ستونزې په ګډون د ګڼو ښاري ستونزو د شتون اصلي لامل د اړوندو ادارو كمزوري ده .

د خوست يو شمېر ښار يان شكايت كوي چې لوړپوړو ودانيو يې د كورنيو ستر ته زيان اړولى دى.

دوى له ځايي چارواكو غواړي چې د دې كار مخه دې ونيسي.

ځايي چارواكي وايي چې د تېرو سرغړونو په اړه به كار وكړي خو په راتلونكې به دا كار نه تكرارېږي.

په دې وروستيو كلونو كې په خوست ښار كې ګڼې لوړپوړې ودانۍ جوړې شوې دي چې له يو شمېر يې د سوداګرۍ په برخه كې كار اخيستل كيږي او نورې يې د استوګنې لپاره دي .

خو په دې برخه كې د ښاريانو شكايت دا دى چې د جوړولو پرمهال يې جوړوونكي نزاكتونه په نظر كې نه نيسي او د شاوخوا كورونو اوسېدونكي يې په عذاب كړي دي .

د خوست ښار ختيځې برخې اوسېدونكى انجنير فريد وايي چې د دوى يو شمېر ګاونډيان له همدې امله دومره په تكليف شول چې خپل كورونه يې كار وباريانو ته په كرايه وركړل او دوى له مجبوريته په نورو سيمو كې كورونه په كرايه ونيول.

يوازې سوداګريز مركزونه نه دي چې د ښاريانو ستر ګواښوي، بلكې د استوګنې يو شمېر كورونو هم ورته ستونزه جوړه كړې .

د زيانمنو كورونو خاوندان پر ځايي ښار والۍ پړه وراچوي چې د جوړېدونكو ودانيو بهير نه كنټرولوي .

د خوست د ولايتي شورى وكيل ګل محمد ځاځى هم وايي له همدې ستړنزې نه ورته ښاريانو شكايت كړى دى خو دى وايي چې د خوست ښار د نوي ماسټرپلان په پلي كېدو سره به دا ستونزه حل شي:

''په دې اړه ګڼ خلک موږ ته راغلي او راته ویلي يې دي چې په دې سیمه کې لوړپوړې ودانۍ جوړې شوې دي، چې زموږ ټولو کورونه ترې ښکاري. په دې اړه موږ د ښار جوړونې له وزیر سره خبرې کړې دي چې دغه په پلان کې نیول شوې سیمې وارزوو او دا ستونزه اواره کړو. ''

د خوست ښاروالى مرستيال انجنير شريف د سيمه والو دا ستونزه مني خو وايي چې له تېرو سرغړونو يې اړوندې ادارې خبرې كړي دي او په راتلونكې کې چا ته د دا ډول سرغړونو موقع نه وركوي.

Image caption د زيانمنو كورونو خاوندان پر ځايي ښار والۍ پړه وراچوي چې د جوړېدونكو ودانيو بهير نه كنټرولوي .

په خوست كې د ښاري كميسيون مشر ابراهيم مشفق هم وايي چې له دا وروسته دا كار څوګ نه شي كولى او شته ستونزې د حل په خاطر كېداى شي په مناسب كې هغه ګڼې ودانۍ ونړول شي چې ورته سرغړونې پكې شوې دي:

''درې میاشتې وړاندې والي موږ ته امر وکړ چې د دغو نویو مارکیټونو او کورونو د جوړونې کارونه بند کړو، همداسې مو وکړل، چا چې سرغړونه وکړه، هغوی ته مو سزا ورکړه. ''

په سيمه كې كتونكي په دې اند دي چې د يادې ستونزې په ګډون د ګڼو ښاري ستونزو د شتون اصلي لامل د اړوندو ادارو كمزوري ده .

دوى وايي چې دا ستونزې به تر هغه پر خپل ځاى پاتې وي او لا به هم پراخېږي چې د حل په موخه پاكې او غښتلې ادارې نه وي جوړې شوې.