کرزی: ملکي وژنه ترهګري پیاوړې کوي

ښاغلی کرزی
Image caption ښاغلي کرزي وویل چې د ولسي وګړو وژنه د ترهګرۍ پرضد جګړه ټکنۍ کوي.

ولسمشر حامد کرزي د سرپل ولايت په 'صياد' ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو له خوا د ولسي وګړو پرله پسې وژل کېدل له ترهګرۍ سره په روانه مبارزه کې هېڅ مرسته نه شي کولی.

ښاغلي کرزي وویل، پلټنو وښوده چې د تېرې سه شنبې پر شپه په دغه ولسوالۍ کې د بهرنیو ځوکونو په عملیاتو کې ټول وژل شوي کسان ولسي وګړي ول.

پر همدې مهال ولسمشر کرزي د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې د ولسي وګړو وژل کېدل په سختو ټکو وغندل او دا یې د ترهګرۍ پرضد د جګړې د ناکامېدو سبب وباله.

څو ورځې وړاندې ولسمشر حامد کرزي د سرپل ولايت چارواکو ته لارښوونه کړې وه چې دغلته د بهرنيو ځواکونو په عملياتو کې د وژل شويو کسانو په اړه پلټنې وکړي.

د سرپل والي سيد انور علا رحمتي بي بي سي ته ويلي ول تردې مهاله د دوی پلټنو ښوولې چې وژل شوي شپږ واړه ولسي وګړي دي.

چارواکي وايي ددغو عملياتو په لړ کې ناټو ځواکونو څلور تنه له ځانه سره بېولي چې په وينا يې يوه يې له طالبانو سره اړيکي درلودل.

چارواکي وايي دغه کسان د سه شنبې پر شپه د سرپول په صياد ولسوالۍ کې د بهرنيو ځواکونو د عملياتو په پايله کې وژل شوي دي.

ښاغلي رحمتي زياته کړه بهرنيو ځواکونو څلور تنه نور له ځانه سره بېولي او د دوی د څېړنو په لړ کې جوته شوې، چې يوه يې له طالبانو سره اړيکي درلودل.

والي وويل د چهارشنبې پر ورځ په ياده شوې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له لوري پوځي عمليات هم پيل شوي چې يو شمېر سيمې د مخالفينو له ولکې ايستل شوې دي.

سرپل د افغانستان شمال لوېديز کې پروت نسبتا ارام ولايت دی خو دا مهال يې چارواکې وايي په يو شمېر سيمو کې د دولت مخالفينو فعاليتونه پيل کړي دي.

ورته مطالب