افغانستان له امریکا سره د اوږدمهاله اړيکو سند چمتو کوي

امریکا افغانستان
Image caption ولسمشر کرزي ویلي، حکومت یې له امریکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي، خو شرط یې ورسره دا اېښی چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د هېواد پارلمان او لویه جرګه کوي.

د افغانستان د امنیت شورا پریکړه کړې چې له امریکا سره د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو سند د راتلونکو لسو ورځو په اوږدو کې جوړ کړي.

د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې په دغې سند کې د افغانستان شرایطو ته په کتو د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د جوړېدو په تړاو د دغه هېواد یو لوړ پوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و او له افغان چارواکو سره یې لیدلي و.

که څه هم له امریکا سره د اوږده مهاله ستراتیژیکو اړیکو په اړه د جوړېدونکي سند جزییات لا تراوسه نه دي په ډاګه شوي، خو د افغان ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د دغه هېواد د ملي امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې دغه سند دې د راتلونکو لسو ورځو په دننه کې جوړ شي.

د ولسمشرۍ له ماڼۍ په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلی چې د افغانستان د ملی امنیت شورا په دې اړه بحثونه کړي او پرېکړه یې دا شوه چې له امریکا سره د اوږد مهال ستراتیژیکو اړیکو په اړه جوړېدونکي سند کې د افغانستان شرایطو ته په کتو د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

دا لا تراوسه څرګنده نه ده چې د افغانستان د خلکو کومې غوښتنې باید په دې سند کې په پام کې ونیول شوي، خو د ارګ سرچینې وایي، ولسمشر حامد کرزی به نن په یوه خبري غونډه کې د دغې سند جزییات له رسنیو سره شریک کړي.

په افغانستان کې د امریکا د دایمي پوځي اډو مسله له هماغه پیل راهیسې د کور دننه او بهر سیاسي کړیو کې تاوده بحثونه راوټوکول او له بېلابېل غبرګونو سره مله وه.

که څه هم د افغانستان ځینو ګاونډیو له دې پروګرام سره خپل مخالفت په ډاګه کړی، خو د افغان حکومت ټینګار دا دی چې افغانستان له نړۍ سره په اړیکو کې انډول غواړي، داسې چې د هېواد پرمختګ او سوکالي په کې نغښتې وي او په خبره یې د ګاونډیو او سیمې په ګټه وي.

Image caption د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې پرېکړه کړې چې په دغې سند کې د افغانستان شرایطو ته په کتو د خلکو غوښتنې په پام کې ونیول شي.

تردې وړاندې یو لوړ پوړی پلاوی له امریکا نه پلازمینې کابل ته راغلی و چې له افغانستان سره د دغه هیواد د اوږدمهاله ستراتیژیکو اړیکو ټینګولو پرسره له چارواکو سره خبرې اترې وکړي. خو داسې ښکاري چې ښآیي دغه خبرې تریوه ځایه رسېدلې وي.

خو له دې ټولو سره سره افغان حکومت ویلي، افغانان کولای شي په خپله خاوره کې د امریکا د دایمي پوځي اډو د جوړېدو یا هم نه پرېښودو په اړه پرېکړه وکړي.

ولسمشر کرزي ویلي، حکومت یې له امریکايي چارواکو سره په دې اړه خبرې کوي، خو شرط یې ورسره دا اېښی چې په دې اړه به وروستۍ پرېکړه د هېواد پارلمان او لویه جرګه کوي.

ورته مطالب