'د نشه يي توکو د کاروباریانو په نیولو کې ۳۰٪ ډېروالی راغلی'

Image caption افغان چارواکي وايي د نشه يي توکو تولید نېغ په نېغه له ناامنیو سره تړاو لري.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي په تېر کال کې یې د نشه يي توکو ګڼ قاچاق وړونکي نيولي او د نشه يي توکو ګڼې زېرمې او د تولیدځایونه یې له منځه وړي دي.

د دغه وزارت په وینا، د ۱۳۸۸ کال په پرتله تېر کال د نشه يي توکو د قاچاق وړونکو په نیولو کې نژدې ۳۰ سلنه ډېروالی راغلی دی.

دوی وايي چې ډېری قاچاق وړونکي له ایران او پاکستان سره نژدې په سرحدي ولایت نیمروز کې نیول شوي دي.

د کورنیو چار وزارت د خپلو دغو لاسته راوړنو اصلي لامل د پولیسو مسلکي کېدل او د نشه يي توکو پرضد د ادارې ښه همغږي په ګوته کوي.

د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو د مبارزې د برخې مرستیال باز محمد احمدي وايي یوازې تېر کال د پولیسو په مټ زرګونه کیلوګرامه نشه يي توکي کشف او نیول شوي دي:

''په ټول افغانستان کې اته زره اته سوه او څلور اویا کیلوګرامه هیرویین، یو اویا زره اته سوه او دوه ویشت کیلوګرامه تریاک، یو اتیا زره درې سوه او یو نوي کیلوګرامه چرس او پنځه شپيته د نشه يي توکو لابراتوارونه له منځه وړل شوي دي. او د تېر کال په اوږدو کې یوزر څلور سوه او نهه پنځوس شکمن نیول شوي چې په دې لړ کې د قاچاق وړونکو د نیولو په عملیاتو کې د نشه يي توکو پرضد ۱۸ پولیس هم وژل شوي دي. ''

که څه هم د کورنیو چارو وزارت د خپلې لاسته راوړنې خبره کوي، خو یو شمېر افغانان بیا وايي چې پولیس یوازې د کوچنیو قاچاق وړونکو په نیولو توانېدلي خو لوی قاچاقبران خپل فعالیت کوي.

ښاغلي احمدي وویل، د لویو چاقاق وړونکو د نیولو لپاره ځانګړي کنډکونه جوړ شوي، چې په وینا یې دغو کنډکونو د روان لمریز کال له پیله تر اوسه پورې د نشه يي توکو د له منځه وړلو شاوخوا ۱۳۰ عملیات کړي چې په لړ کې یې سلګونه کیلوګرامه هیرویین، تریاک او کیمیايي توکي کشف او نیول شوي دي.

Image caption افغانستان په نړۍ کې له ډېرو نشه يي توکو تولیدوونکو هېوادونو ګڼل کېږي.

بازمحمد احمدي وايي چې دغو پولیسو په تېره نژدې یوه میاشت کې د هیرویینو څلور کارخانې له منځه وړې دي.

د نوموړي په وینا، زیاتره دغه عملیات د ختيځ ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي د نشه يي توکو کر او تولید نېغ په نېغه له ناامنیو سره تړاو لري، چې په وینا د افغانستان په سلو ۹۸ نشه يي توکي ددغه هېواد په نهو ولایتونو کې تولیدېږي.

ددغه وزارت د چارواکو په وینا، دا چې د نړیوالو مافیاوو او اورپکو له خوا د نشه يي توکو د کاروباریانو ملاتړ کېږي، له دې چارې سره مبارزه ډېر وخت ته اړتیا لري.

ورته مطالب