د خوست ګردېز پر لاره سلګونه موټر او زرګونه سورلۍ بند پاتې دي

Image caption ګڼې سپرلۍ د لارې د بندښت له کبله په پښو مزل ته اړ شوې دي.

د ګردېز - خوست لويه لاره يو ځل بيا د شويو ورښتونو له امله د ترافيكو په مخ له ساعتونو راهيسې تړل شوې او لارويان يې سرټكوي چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پكتيا اړوند د ښواك ولسوالۍ د سټو كنډو سيمه كې د لارې دواړو غاړو ته سلګونه موټرونه ولاړ پاتې دي او په خټينه نيمه شګلنه لاره كې يو او بل خوا ښوېدلي دي.

په لاره كې ايسار كسان له ډول ډول ستونزو سر ټكوي او په دې برخه كې چارواكي ګرم بولي چې د لارې د خلاصون لپاره نه دي ورغلي.

مطيع الله چې د لارې بندښت يې ساعتونه وخت نيولى وايي چې د سړك خرابوالي او لويو جرونو له امله غټې لارۍ موټر ښویېدلي چې د نورو موټرونو لاره يې هم تړلې ده:

''له پرون ورځې راهيسې چې باران اوريږي خټې دي . لاره بنده ده لوى او واړه موټر ټول بند دي . ناروغان ،ښځې او ماشومان پكې دي تر اوسه پورې چاددې لارې غم نه دى خوړلى.''

د مطيع الله په څېر يو بل تن چې اړين كارونه يې د لارې بندښت ور ځنډولي، وايي نه شي كولاى چې په ټاكلي وخت خپلو چارو ته ځان ورسوي .

رحمت الله ساحل د پكتيا د سيد كرم ولسوالۍ اوسېدونكى دى. ده بي بي سي ته وويل ''د خوست په پوهنتون كې محصل يم له پرونه راهيسې لاره بنده ده موټرونه په خټو كې بند دي تراوسه پورې لا ولاړ يو.''

چارواكي دا مني چې ياده لويه لاره له ساعتونوراهيسې بنده ده او لامل يې هم د لارې خاموالى په ګوته كوي

د پكتيا د ټولګټو چارو ريس عبدالله درانى وايې دوی په دې برخه كې د وس برابر هڅې كړې دي.خو وا يي چې د لارې رغنيزې چارې په نيمايې پاتې دي ځكه لاره وخت پر وخت بندېږي

دى وايي : ''د سړك چارې يوې هندي كمپنۍ په نيمايي كې پرېښودې غر يې راوشړاوه، سړك يې وكينده او همداسې يې پرېښود اوس چې باران كېږي خټې كېږي موټر ښوېيږي او لاره بندېږي. زه تر خپل وسه هڅې كوم.''

پاتې دې نه وي چې د پكتيا خوست ترمنځ غځېدلې لويه لاره د ورښتونو له امله وخت پر وخت د ترافيكو په مخ تړل كېږي او دا ستونزه ډېر وخت د ژمي او پسرلي په موسمونوكې پېښېږي.

خو ددې ستونزې د له منځه وړلو لپاره تر اوسه پورې بنسټيز كار نه دى شوى.