د هرات په صادراتو کې زیاتوالی راغلی

په هرات کې سیمه ییز چارواکي وایي په ۱۳۸۹ کال کې بهر ته د دې ولایت د صادرو شوو توکو کچه د ۱۳۸۸ کال په پرتله لس په سلو کې ډ‌ېره شوې ده. دوی وایي ډېری بېلابېل کرنیز او صنعتي توکي اروپایي، عربي او ګاونډیو هیوادونو ته صادر شوي. یو شمېر سوداګر بیا وایي که دولت مرسته ورسره وکړي، دوی به تر دې هم زیات توکي بهرته صادر کړي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .