بدر: که جدي اقدام ونه شي، ګاونډي ولایتونه په خطر کې دي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ښاغلی بدر
Image caption ښاغلی بدر وایي، له دې چې دغه ولایت له شمالي ولایتونو سره هم ګډه پوله لري د حکومت وسله وال مخالفین هڅه کوي له دې لارې د افغانستان شمالي ولایتونو ته د ناامنۍ لمن وغځوي.

د نورستان والي جمال الدین بدر وایي، که چېرې په دغه ولایت کې د له لاسه وتلو سیمو د بېرته نیولو لپاره هرڅه ژر تر ژره اقدام ونشي، نو په خبره یې له دې اړخه ګاونډیو ولایتونو ته د حکومت د وسله والو مخالفینو لخوا ګواښ پېښېدای شي.

ښاغلی بدر وایي، له دې چې دغه ولایت له شمالي ولایتونو سره هم ګډه پوله لري د حکومت وسله وال مخالفین هڅه کوي له دې لارې د افغانستان شمالي ولایتونو ته د ناامنۍ لمن وغځوي.

څه موده وړاندې طالبانو د دغه ولایت د وانت وایګل ولسوالي ولکه کړه او تر دې دمخه د دغه ولایت د برګيمټال ولسوالي هم څو ځله د افغان حکومت او وسله والو مخالفینو ترمنځ لاس په لاس شوې ده.

په کابل کې زموږ همکار حامد حلیمي له ښاغلي بدر سره مرکه کړې چې په پیل کې ښاغلی بدر په دې اړه توضیحات ورکوي چې که چیرې افغان حکومت نورستان ته پام ونه کړي نو ښایي دغه ولایت به د حکومت د وسله والو مخالفینو په یوه مهم مرکز بدل شي.

ورته مطالب