کونړ: د ملک زرین په ګډون ځانمرګي برید ۱۲ کسان ووژل

ملک محمد زرین
Image caption پر ملک زرین او نورو قومي مشرانو داسې مهال برید وشو، چې له یوې قومي جرګې د ستنېدا پرمهال پلی روان ول.

د افغانستان د ختيځ کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې نن تر غرمې وړاندې په ځانمرګي برید کې د یوه قومي او جهادي مشر ملک محمد زرین مشواڼي په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او ۹ نور ټپیان شول .

د اسمار د پولیسو مشر محمد شعیب بي بي سي ته وویل، برید داسې مهال وشو، چې ښاغلی زرین له یو شمېر قومي مشرانو سره پلی روان و.

په وژل شوو کې د ښاغلي زرین زوی او یو لمسی شامل دي او یو ورور او بل لمسی یې ټپیان شوي دي.

په وژل شوو کې د ملک زرین ساتونکي هم شته .

ځايي چارواکي وايي چې په وژل شويو کې د اسمار د لېسې پنځه زده کوونکي هم شامل دي.

د ده ټپي لمسي سجاد بي بي سي ته وویل:'' موږ پلي روان وو او له هغه سره جوخت وم چې برید شوو. ''

سجاد او په برید کې نور ټپیان د اسعد اباد په روغتون کې دي چې د ښاغلي سجاد مخ او بدن سوځېدلی دی.

د اسمار د پولیسو مشر وايي چې په وژل شوو کې د یوه قومي مشر حاجي محمد ظاهر په ګډون یو شمېر نور قومي کسان هم شته، خو تر دې مهاله یې هویت نه دی مالوم.

د کورنیو چارو وزارت هم منلې چې په برید کې قومي مشران وژل شوي دي.

Image caption وسله والو طالبانو بي بي سي ته ویلي، چې ښاغلی زرین د دوی کسانو نه دی وژلی.

ملک محمد زرین په ۹۰ مه لسیزه کې د جهاد پرمهال صبغت الله مجددي د تنظيم غړی او په کونړ کې نوموتی جهادي قومندان و.

نوموړي له پخواني پاچا محمد ظاهر شاه سره نژدې اړيکي لرل او په قومي مشرانو کې کرزي ته هم د باور سړی و.

دی د طالبانو د اسلامي تحریک تر ړنګېدا وروسته د کونړ د نهمې پلی فرقې قومندان هم و، خو اوس یې کومه رسمي دنده نه درلوده.

وسله والو طالبانو بي بي سي ته ویلي، چې ښاغلی زرین د دوی کسانو نه دی وژلی.

پر ملک زرین مخکې هم وژونکي بریدونه شوي، چې روغ ترې وتلی دی.

ورته مطالب